نظــر

راځه چې شو غاړه په غاړه…

لیکوال: دادمحمد ناوک

د سیاسیونو په اړه دا مشهوره ده چې یو مخ نه لري؛ د مرحوم استاد  الفت په خبره د حقایقو او اصطلاحاتو په سرچپه کولو سړی سیاستمدار کېږي. دا به ممکن چاته یواځې یوه نظريه ښکارېده، خو موږ يې عملي شکل ولید. موږ ولیدل چې څنګه مخونه بدل شول، اصطلاحات بدل شو او آن د اذهانو د مغشوشولو لپاره دلایل ورته وتراشل شول.
دا ټول ځکه وشول چې د ټاکنو په نامه د تېر ایستونکې ډرامې ممثیلیونو ته خپلې ګټې مهمې وي، که چېرته دوی رښتیا هم د ملت لپاره د خدمت په ادعا کې رښتوني وای، نو د یو په بریا به بل مبارکې ورکړې وه، او بريالي کس به پاتې په خپل دولت کې د وړتیا او اهلیت له مخې جذب کړي وای. خو موږ ولیدل چې پر یوبل د شراب نوشۍ او بې ناموسۍ ټاپې ووهل شوې او بیا ټاپه وهونکی هم د خپلې ګټې د خوندیتوب په خاطر له شراب نوش سره غاړه غړۍ شو.
د ټاکنو په نامه دې ډرامې دملت په منځ کې تر اندازې زیاته کرکه وشیندله، دوی د غزني په ده یک کې سره څنګلوري پښتون او پاړسیوان هم دې ته وهڅول چې یو په خپل دوکان د عبدالله او بل د اشرف غني عکس سرېښ کړي، بې له دې چې د دوی پلانونه خو څه د دوی پېژندنه ورته مالومه وي!
د یو نوماند دخوښونې حق دوی ته ډيموکراسي ورکړی و، خو دوی د یونوماند په عکس او نوم له بوټو سره ودرېدل او عکسونه يې ترفیسبوکه ورسول او بل بیا د لارې چټلې د بل نوماند پر مخ وویشته.
په کلي ولس کې ډېر خواږه دوستان هم له یو بل سره د دې ژڼې ډيموکراسي په تحقق کې له یو بله خپه شول. دوی خپل ډېر ارزښتونه تر پښو لاندې کړل  او خپل د خوښې نوماند يې پر ډېرو ارزښتونو بر وګاڼه. آن د خپلې خور په سپین ورغوي يې د خپل د خوښې نوماند شعار ور ولیک او عکس يې تر فیسبوکه ورساوه.
رښتیا هم،چې په موږ په هرڅه کې افراط کوو، د خپل دخوښې نوماند لپاره هر ډلې تر دې اندازې تبلیغات وکړل، چې دخپلې خور ورغوی يې هم د هغه د تبلیغاتو لپاره استعمال کړ.
په ټوله انتخاباتي کمپایني دوره کې د داوړو نوماندانو پلویانو داسې برداشت کړ، چې د مقابل لوري سپکاوی وکړې خپله تله به درنه کړې. ځکه خو د پسونو، خرو او سپو پر جسدونو د یو بل د نوماندانو سرونه کېښودل شول او انساني کرامت ته يې لغته ورکړه.
ځینو دخپل خوش باورۍ د روحيې له مخې داسې انګېرلې وه، چې خامخا به د دوی د خوښې نوماند بریالی کېږي، دې پرلپسې غندنو او ستاینو هر لوری په دې قانع کړ چې که مقابل لوری بریالی شو، موږ به يې نه منو.
کېدای شي د دوی د قانون له مخې به دیوه بریا په حقه هم وه، خو دلته قانون د بې وسانو لپاره د جال مانا لري، زور واکان تل د قانون دتحریف حق درلودلای شي.
سره له دې چې په ټوله ټاکنیزه پروسه کې «ستاسو رایه؛ ستاسو راتلونکې» شعار بدرګه کېده، خو نن ثابته شوه چې په رایه راتلونکی نه ټاکل کېږي، بلکې د امریکا په فرمایش هرڅه ترسره کېږي.
په هېواد کې ناندریز حالت ترمیاشت اوړي، خو حل لاره يې نه وه، او میاشت هم ځکه وځنډول شول چې کرکه لا زور واخلي؛ میاشت وروسته د دوی قاضي او مرکچي جان کېرې راورسید او په دوو ورځو کې يې د څومیاشتو جنجال یو اړخ ته کړ.
که څه هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلویانو په پوره جدیت د ایتلافي دولت جوړېدو مخالفت کاوه، خو اوس چې اوبه تر ورخ تېرې او مبلغین يې له نورې مبارزې ستړي شول، څه به وکړي. دوی یو میاشتینی جنجال ځکه وزېږاوه چې خلک بیا د «ایتلافي حکومت» اعلان په سړه سینه واوري او شکر پرې وباسي. په مرګ يې ونیول او په تبه يې راضي کړل.
نن هماغه اشرف غنی او عبدالله چې د یو بل په وړاندې يې د حکومتونو اعلان کاوه سره غاړه غړۍ شول او پلویان يې خړې سترګې پاتې شول. نه هماغه دجالي دوستم څه رول ولوباوه او نه هم د تفکر په زور له ایتلافه تحول صورت ونیو.
اوس د دې لپاره چې دملت په وړاندې یوه دخټو پوزه جوړه کړي  او دپلورل شويو رسینو لپاره د خلکو د اذهانو د چمتو کولو پروسه بریالي شئ، نو وخت پکار دی او دوی هم د راتلونکي په اصطلاح ولسمشر د لوړ ې مراسم وځنډول.
نو باید سړی په سړه سینه دا ومني، چې موږ لا هم د خپل واک نه یو، لاهم پردۍ پروژې پخپلو وینو پخپله ځمکه کې پر مخ بیایو. تر دې بده لا دا چې له ډېرو ملي او ارزښتمونو اصطلاحاتو سره مو پوره زیاتی کړی دی. چې باید جبران شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x