ټولنیزه برخه

د ښې مطالعې لپاره د پوهانو څو لارښوونې

احمد ګل ريان

پوهانو د ښې مطالعې لپاره مختلفې ستراتيژيانې ليکلې دي.
فعلاً مې د Psychology (روانپوهنې/نفسيات) کتاب په مخکې پروت دی، د کتاب په سر کې ليکوال د مطالعې په اړه ليکل کړي، ليکوال په کلکې دعوې او وعدې سره وايي چې که لاندې کړنلاره عملي کړئ، د زده کړې او معلوماتو يادولو وړتيا او توان به مو څو چنده کړي.

P.O.W.E.R
لومړی: Prepare (امادګي)
د «امادګۍ» مرحله کې بايد تشخيص کړو چې د کتاب يوه خاصه برخه د کوم خاص هدف د ترلاسه کولو لپاره لولو؟ په دې اړه فکر کول او مطالعې ته ځان اماده کول.

دوهم: Organize (ترتيب او تنظيم)
په دې مرحله کې ضرور ده چې د مطالعې لپاره ذهني نقشه (Mental road-map) تياره کړو، هم خپل هدف ښه تعقيب کړو او هم د کتاب په هغې ځانګړې برخه ځان پوه کړو چې ليکوال څه ډول دا موضوع پيل او پای کړې ده، تر څو معلومه وي چې په څنګه لاره روان يو. په دې سره به مو خپل وخت تنظيم کړی او له ضياع ساتلی وي.

درېيم: Work (کار)
دا (Work) برخه د «Power» کړنلارې اسانه هغه ده؛ ځکه چې که لومړي دوه ګامونه (Preparation او Organization) واخلو، پوهيږو چې چېرته او څه پسې روان يو او څنګه ورته رسېدلی شو، له دې دو مرحلو وروسته بايد په ياد ولرو چې مواد يوازې د کتاب متن نه دی، چې په موضوع د پوهيدلو لپاره يې لوستلو ته اړتيا لرو، بلکې د دې لپاره چې په موضوع مو سم سر خلاص شوی وي، د کتاب په بياض ليکل شوي تشريحات، تعريفات يا حاشيې هم بايد دقيقې مطالعه کړو.

(ليکوال يې اسانه بولي، خو «ما ته» په مطالعه کې همدا برخه تر ټولو ستونزمنه ده.)

څلورم: Evaluate (ارزونه)
د ارزيابي برخه مو په دې پوهوي چې څومره مفيده مطالعه مو کړې ده، په موضوع مو له دې وړاندې څومره تسلط لاره او اوس څومره. ځان امتحان او وازمايئ. د يوې موضوع په مطالعه کې خپل پرمختګ ارزيابي کول په موضوع د ښه پوهېدلو او بشپړ تسلط لرلو لپاره اساسي حيثيت لري.

پنځم: Rethink (بيا کتنه)
وروستۍ مرحله (بيا کتنه/نظر ثاني) لازمي بولي چې په مطالعه شوي متن له سره غور وکړو او په تنقيدي نظر ورته وګورو. تنقيدي نظر «بيا بيا تحليل، تجديد نظر يا مرور، له ځانه د متن د محتوا په اړه پوښتنې او سوالونه او مفروضې» په بر کې نيسي. دا مو په دې پوهوي د موضوع اړوند مطالعه شوي معلومات له هغو سره څومره موافق دي چې لا له مخکې مو په ذهن کې لرل او بل ځای مو لوستي و او يا کوم نوي معلومات پکې په لاس راغلل.

ليکوال وايي: Thought-provoking questions (فکر لمسونکي پوښتنې) په متن او محتوا باندې په عميقه توګه پوهېدلو کې ډيره زياته مرسته راسره کوي.

ليکوال ليکلي چې سايکالوجستانو/روان پوهانو د ښې مطالعې او په کتاب د ښه پوهېدو او ياد پاتې کېدو لپاره ډېرې لارې ګودرې معرفي کړې دي، خو دا برنی لارښود يا تکنيک زما خپله د مطالعې کړنلاره ده، چې عملي کولو يې ډېره ګټه راته کړې ده.

ليکوال په ډېره لويه دعوه دا خبرې کړې دي. مطلب يې دا دی چې که مو په مطالعه کې دا لاره ګودر تعقيب کړه، کتاب به په متن او محتوا سربېره له پاڼو سره هضم کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انوري

ريان صیب ریښتیا هم د مؤثرې مطالعې لپاره ډقيقه تګلاره همدا ده

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x