ټولنیزه برخه

زرپارې«پنځمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمدګل ريان

يا موسی!
يو وخت د مامون رشيد او د هغه د ملګري عبدالله بن طاهر خپګان پېښ شو، مامون رشيد له ځينو نژدې ملګرو سره په يو پټ مجلس کې د عبدالله بن طاهر د قتل پلان جوړ کړ، په دې مجلس کې د عبدالله بن طاهر يو ملګری او خيرخواه هم شتون درلود، چې له مجلس وروسته يې سمدستي عبدالله ته يوه رقعه وليکله او پکې ويې ليکل:

(بسم الله الرحمن الرحيم، يا موسی!)
عبدالله بن طاهر د رقعې په ليدو ډير حيران شو او تر ډېره پورې يې ورته کتل، خو هيڅ پرې پوه نشو چې مطلب يې څه دی. د عبدالله څنګ ته يوه خادمه ولاړه وه، له کافي ځنډ وروسته يې عبدالله ته وويل: زه د دې ليک په مطلب پوه شوم.

عبدالله وپوښتله چې مطلب يې څه دی؟
خادمې ځواب ورکړ چې خط ليکونکي دې آيت ته اشاره کړې ده چې: (يَا مُوسَى إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ)
اې موسی! بې شکه چې مشران ستا د وژلو په اړه مشوره کوي؛ نو ووځه!، يقيناً زه ستا له خير غوښتونکو يم.

په دې وخت کې د عبدالله بن طاهر اراده وه چې د مامون رشيد دربار ته لاړ شي، خو چې د ليک په مطلب پوه شو؛ نو يې اراده بدله کړه او په دې سره له مرګه خلاص شو، (حياة الحيوان ج: ۱ ص: ۱۲۶)

بې سرليکه
د امام ابو حنيفه رحمه الله لمسی اسماعيل بن حماد رحمه الله وايي چې زمونږ په سيمه کې يو زرنده ګړی و، چې په وروستۍ کچه متعصب شيعه و.
دې شيعه دوه کچرې درلودې، يو وخت يې يو کچر ته د ابوبکر او بل ته عمر نومونه انتخاب کړي وو.

د الله تعالی فيصله وه، څو ورځې وروسته يو کچر دوه لغتې وواهه او ويې واژه، چې کله مې نېکه امام ابو حنيفه رحمه الله پرې خبر شو نو د مجلس ګډونوالو ته يې وويل چې تاسې يې پوښتنه وکړئ، دا سړی به هغه کچر وژلی وي چې ده پرې د عمر نوم ايښی و، کله چې خلکو تحقيق وکړ؛ نو معلومه شوه چې واقعاً هماغه کچر و، (حياة الحيوان ج: ۱ ص: ۱۳۰)

د عايشې رضی الله عنها اوښ
علامه دميري رحمه الله رانقل کوي چې د جمل په جنګ کې چې عايشه رضی الله عنها په کوم اوښ سواري کوله، د هغه نوم «عسکر» و او يعلی بن اميه رضی الله عنه په څلور سوه درهمه عايشې رضی الله عنها ته اخيستی و، په ځينو رواياتو کې د څلور سوه پر ځای دوه سوه درهم ياد شوي دي.

(حياة الحيوان ج: ۱ ص: ۱۸۰)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx