نظــر

د دولت نظامونه او حدود یې 

لیکنه: دکتور حسن الترابي
ژباړه: عزیزالرحمن ناصري

اولی الامر (چارواکي) په قرانکریم کې د عمومي واک، کارونو او ټولو چارو واکمنانو (Authority) ته وایي، چې تر ټولو لوړ یې هغه دي چې د نوبتي ډله یېز ارګان په ډول ملزمه شورا باندې عمل کوي او له ځان څخه د لوړې شورا او د ټول امت څخه مستقیمې صادرې شوې اجماع موافق د ازادې تفصیلي ټول پوښتنې له لارې او دا چې د شریعت د هدایاتو څخه خپل فهم عملا تطبیق کړي.

(فان تنازعتم فی شئ فردوه الی الله والرسول) النساء ۵۹-
هغه ارګانونه یا وګړي چې د مشروع تفویض/سرپرستۍ یا د اجماعي نظام د حکم په اساس د تعین او یا انتخاباتو له لارې د چارو واک په لاس کې اخلي، دا ټول د شریعت او اجماع لاندې هرم دی او څوک چې لاس لاندې چارې لري نو د هر تخصص او دندې سره به سم مرتب افقي ډول سره د واکمنۍ د اساساتو/ د ټول دولتي جوړښت د اړیکو رعایت کوي او هم به په عمومي ډول سره د هر لوړ دولتي امر د حجیت او اغیز خیال ساتي.

اهل الحل والعقد هغه منتخبه ډله ده چې د امت د مرکزي  چارو د شورا صدارت یا مشري او رهبري کوي او یا د یو اقلیم یا منطقې او یا د ژوند د کومې برخې او یا د کومې ټیټې او ځانګړې دندې چې د دوی تصمیم او هوکړه پیچلې او ستونزمن مسایل حل کوي او ختموي، جوړ کارونه پرمخ بیایي او اختلافات نهایي کوي او چارواکي هم همدا ډول د شورا له لارې انتخابیږي او په ترتیب سره د دولت له لوی او عمومي واکمن څخه نیولې ان تر هغه واړه پورې انتخابیږي او یا تعینیږي.

د اجماع د هوکړې سره سم په هر اقلیم او برخه او یا وزارت او امارت باندې، چې یا سرپرست وي/ ورته سپارل شوې وي او یا اجرایوي مامور وي، چې له دې ډلې څخه هغه مامورین دي چې د غیر مرکزي ادارې کارمندان او مامورین دي او هغه دفترونه چې مامورین سره راټولوي.

دنده لرونکي ټول مامورین چې (عمومي خدمه) (Public Sevice) ورته وایي، له دوی څخه اردو، لښکرې او د جهاد امارت او همدا ملکیان(Civil service) هغه څوک دي چې غیر وسله وال دي، هغه چې د واکمنې ادارې د فیصلې په زور او یا د عمومي مال او یا عمومي خدماتو، ترڅو د خلکو ترمنځ د معاش، علم او صحت او داسې نور کار وکړي او مدني هغه ځای ته نسبت ده چې هلته خلک ډیره موده پاتې کېږي او هستوګنه غوره کوي، دا رنګه مدینې یا ښار او تمدن او حاضر والي ته منسوب ده، نه نظامي،کوچيتوب او سفر ته.

په هر حال که د یو حکومت عمومي مسایل د مامورینو او چارواکو ترمنځ په ډله یېز او یا فردي ډول سره په هر رنګ حل او فصل شي، خو په ځانګړي ډول سره لانجې او دعوې هغه قضایي څانګې ته ورځي چې په هره دعوه کې قاطع حکم او فیصله کوي او په عادلانه ډول سره یې حل او فصل کوي، قضا په اسلامي نظام کې له عمومي سیاسي امارت سره شریکه او یو ځای وه، خو بیا قضا جدا شوه او قاضیان هم د شریعت او اجماع په اساس فیصله کوي او یاهم داسې اجتهاد کوي چې هغه د طرفینو ترمنځ ډیره د عدل خبره وي، دا رنګه په اسلامي نظام کې د عامې قضا سره موازي د( مظالمو دیوان) (د اساسي قانون محکمه)ده چې دی د تقدیري ادارې د چارو د دعوو قضا ته نزدې ده او دوی د حکم د تطبیق په اړه ډېر قوي او تیز اجراءات کوي، که څه هم کومه معینه قضیه، لوی خصومت او یا عام شکایت وي.

که چېرته د جهاد وظیفه خپل امارت لري او د پولو د ساتنې او د ملت او ولس ساتنې او ملاتړ لپاره لښکرې لري، نو پولیس (شرطه) هم یو پخوانی رواج دی چې حدود قایم کړي او د ظلم او تیري مخنیوی وکړي.

د څارګر او جاسوسي نظام او (برید) یا پوست رسوونکي/لیک وړونکي بیا د عمومي ژوند د خبرو او اترو را ټولولو او بیا د هغې د خپرولو او د نظام د تامین دنده لري، یعنې د امنیتي قواو، انضباط، ژورنالیزم او کمپاین/تبلیغات کوونکو او رسنیو په غاړه ده.

په هرحال د عمومي ژوند وظایف او ادارات د ازمیښتونو او تجربو او د وسایلو د هنر له زیاتوالي سره زیاتیږي او باید چې له اصیلې عربي یا بلې اسلامي ژبې څخه اصطلاح واخلي، نه له ساده ژباړې او یا مستقیم عربي کړی شوي ( غربي ) لفظ څخه.

هغه څه چې د دولت او ټولنې ترمنځ دي نو د نوي دولت وظایف ډیر زښت زیات شوي دي او د واکمنۍ اغیز یې هم زیات شوی دی او د چارو وسایل یې هم زیات شوي دي او ځکه خو یې د دفترونو او مامورینو حجم او تعداد هم زیات شوی دی، د جهاد، امنیت، تعلیم، صحت، اقتصاد او د انساني ژوند په نورو اړخونو کې هم دوی عموماً خپلې دندې په معلومو او یو رنګ اصولو سره پرمخ بیایي، چې ملتونه پکې سره زیات تفاوت نلري، ځکه خو هم دوی د دولت د ثابت قوت په شکل سره پاتې کېږي، که هرڅومره هم سیاسي رهبري سره بدله را بدله شي چې عمومي او لانجمنې چارې پرغاړه لري. بیا دغه د واک لیږد را لیږد، د زور واکۍ له لارې یا کودتا او انقلاب او یاهم انتخابات چې غوره شوي خلک پکې بدلیږي را بدلیږي.

همدغه ډلې چې واک سره بدلوي را بدلوي حکومت (Government) نومیږي. همدوی سیاسي قوت ترلاسه کوي او بیایې سره تبادله کوي او پاتې د دولت بقایا بلکې د واکمن نظام  ثابت خلک حکومتونه خوري او ړنګوي یې او په غوره حالت کې خپل نسلونه د ازادۍ او عدالت پر ضد باندې دروي، خو  کامیاب او بریالي نظامونه هغه حاکم نظامونه دي، چې د علم او قوت احتکار په لاس کې لري او هغه اسانه منظم عملي کارونه غوره کوي چې هغه د اصیل او ازاد فکر پر اساس ولاړ وي، چې په ازادانه ډول سره د مختلفو او ګڼو اجتهادونو په پایله کې راپنځیږي، البته ټولنه داسې حالت کې ده چې قیادت او رهبري یا مشرتابه دولت او محرم افکار او انګیزې ورباندې زورورې/ او مسلطې کېږي، خو که کله هم ډیر زیات شي او په ځانګړي ډول ظلم او تباهۍ پکې تر سترګو کړي/ او وویني نو بیا ورپسې را پاڅیږي، او نظامونه په بل مخ اړوي/ یعنې خلک/ ولسونه را پاریږي او انقلابونه کوي.

په هر نظام کې هغه راشد وي او که فردي فرعونیت یا طبقاتي اشتراکي شمولي یا پانګوالي او لبرالي نظام وي بانډ ته د قران کریم په ژبه (البطانة) د چارو د ادارې د مرکز څخه را تاو متنفذ قوت وایي او د اوس مهال په واکمنیو کې دا د دولتي مامورینو هغه ډله ده چې د علم، معلوماتو، مال، تصرفاتو او نفوذ قوا احتکار په لاس کې لري، ان په اسلامي تجربو کې هم کېدلی شي چې د واکمن تر څنګ عمومي ژوند د دیندارانو علماو او مشایخو یو بانډ ترخپل پوښښ لاندې را ولي او علم او امامت(رهبري) احتکار کړي او داسې مشران او سرداران اوسي چې د خپل وضعیت (طبیعت) سره سم قیادت غواړي، او داسې سیاسي معامله ګر وي چې تش په نوم حکومت کوي او د موجوده واقعیت او شهواني ترتیب خواته هوسیږي، مګر دا چې مسلمانه ټولنه د همیش لپاره داسې قوت کې واوسیږي چې د قیادت ، مشرتابه او دولت له قدرت سره متوازن وي او د ټولنې /ولس د رایې اجماع او د ازادۍ او اجتهاد ، عرف او رواج تعبیر کړلی شي او د کسب، مال، صحت، اصلاح او دفاع جهادي روح ولري.

اسلامي رښتینې بیلګه داده چې کله هم مؤمنان هغه لوړې څوکې ته ورسیږي چې مستقیماً د ټولنیز ژوند زیاتره دندې په رضاکارانه ډول سره پرمخ بوځي او د واکمنۍ او سیطرې له وسایلو څخه بې پروا وي، یو تربله د نیکو عملونو په مسلکونو کې د ځان ساتنې او تقوا په خاطر امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي.

ټولو ازمیښتونو او نښتو کې سره سوله کوي او جوړ جاړی راشي، پرته له دې چې د قوت اوامر، یا جبر او یاهم د یو والي موانع، یا جزاګانې او قضایي پرېکړې پکې راننووځي ترڅو ظلم دفع او حق نافذ کړي. خو دغه لوړ مثال، بیلګه ژوند بیا هیڅکله هم کمال ته نه رسیږي، ځکه خو د داسې قیادت او مشرتابه څخه خلاصی نشته چې د مذهبي، مصلحتي او یا حزبي او ګوندي ملاتړ د تړون له مخې د مسلمانانو تعبیر وکړي او نه پرته له دې کېږي چې د وکېلانو ډلې دې نه  وي، چې خلک یې انتخابوي  ترڅو د دوی استازیتوب وکړي او یا د قضا دنده او نور لوړ وظایف چې د دوی چارې راسمې کړي، یا دا چې پخپله خوښه او رایه چارواکي انتخابوي، ترڅو د دوی د حکومت او نظام د مامورینو چارې راسمې کړي، خو که د ژوند اړیکې او عمومي اړتیاوې څومره هم زیاتې شي او د حکومت وظایف او وسایل هم وپړسیږي، خو هڅه داده یا باید دا وي چې د مسلمانې ټولنې تقاعد/ کمزورتیا باید پړسوب ونکړي او زیاته نشي او د قیادت، مشرتابه او دولت په اوږو بارنشي، چې خپل ټول مکلفیتونه وروسپاري او له حده زیات واک او ټولې لارې چارې او وسایل په لاس کې ولري.

بلکې لازمه او مناسبه داده چې ایمان یې ویښ او ژوندی وي ترڅو مؤمنان په ټولنیز او ولسي ډول سره زیاتره چارې په غاړه ولري، لکه څرنګه چې قرانکریم هم د همېش لپاره په متواتر ډول سره مخاطب کړي دي، نه دا چې باید د واک چارې پرته له څو کسانو څخه نور خلک په لاس کې وانخلي.

د ایماني انګیزو او هڅوونکو اصولو د زیاتوالي له امله او د نیکۍ، تقوا او تعاون د وسایلو د ډیروالي او ازاد علم او یادونې وسایلو/مواعینو/ او د عمومي ژوند جوړول، ساتنه او اصلاح په زیات مستقیم ډول او ډیر کم زور/اجبار یا سیطري او جبر او قوت سره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx