ورزش

پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون په موخه راشد خان دغه هېواد ته سفر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو سیالیو لپاره د راشد خان په ګډون یو شمېر افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي چې په یادو لوبو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته روان شوي دي.

د افغان لوبغاړو له لوري محمد نبي، راشد خان، مجیب ځدران، قیس احمد او نور احمد په یاد لیګ د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ چې د روانې فبروري میاشتې په ۲۰مه نېټه په کراچي ښار کې پېلیږي، یو شمېر افغان لوبغاړو هم دغه لیګ کې ګډون لپاره پاکستان ته سفر کړی دی.

د افغان لوبغاړو په لړ کې لومړی ځوان نور احمد لکڼوال و چې د کراچي کینګز لوبډلې له لوري لوبیږي او درې ورځې وړاندې یې دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د نوموړي سربېره وړمه ورځ مجیب الرحمن هم د پاکستان کراچي ښار ته سفر درلود تر څو د خپلې لوبډلې پشاور زلمي سره یوځای شي.

د افغان لوبغاړو له لوري راشد خان چې ویل کېدل په دغه لیګ کې به ګډون ونکړي هم نن د یکشنبې په ورځ دغه هېواد ته سفر کړی دی. راشد خان به دغه لیګ کې خپله لومړۍ لوبه د د فبروري په ۲۱مه نېټه د مجیب الرحمن لوبډلې (پیښور زلمي) پر وړاندې ترسره کوي.

محمد نبي او قیس احمد به هم چې په یاد لیګ کې اخیستل شوي دي ډیر ژر دغه هېواد ته په سوپر لیګ کې ګډون لپاره سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوداګریزو کرکټ سیالیو لپاره دغه هېواد ته یو شمېر بهرني لوبغاړي هم رسېدلي دي.

بل لوري ته ټاکل شوې ده د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ راتلونکې مارچ میاشت کې درې شل اوریزې او دوه ټیسټ سیالۍ ترسره شي، دا په ډاګه کوي چې ځینې افغان لوبغاړي به ډیر ژر پاکستان پریږدي او ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه عربي اماراتو ته سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx