ورزش

پاکستان لومړۍ لوبډله شوه چې په شل اوریزو کې ۱۰۰ بریاوې خپلوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په دریمه شل اوریزې سیالۍ کې سویلي افریقا لوبډلې ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او سیریز یې په خپل نوم کړ.

پاکستان لوبډله په یادې بریا سره د نړۍ لومړۍ لوبډله شوه چې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۱۰۰ بریاوې خپلوي.

سویلي افریقا لوبډلې ته په وروستۍ او دریمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان له سختې لوبې وروسته ماتې ورکړه او سیریز یې په ۲-۱ وګاټه.

په نړیواله کچه پاکستان په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ بریاوې خپلې کړې، یادې لوبډلې تر دې دمه ۱۶۴ شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې ۱۰۰ بریاوې یې خپلې کړي، ۵۹ لوبو کې یې ماتې منلې او پاتې نورې بې پایلې سرته رسېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx