افغانستان

ننګرهار: د بهرنیو ځواکونو په کتار سرتېری برید شوی

نن ټکی آسیا(یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۳): تېر ماښام نږدې اووه بجې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په یوه سرتېري برید کې شپږ بهرني عسکر وژل شوي دي.
پېښه تېر ماښام نږدې اووه بجې د جلال اباد ښار په یوولسمه ناحیه کې  رامنځ ته شوه.

ویل کېږي چې د بهرنیو ځواکونو کتار له همدې سیمې د تېرېدو په حال کې و.  چې یو کرولا ډوله موټر ورسره وجنګید.

طالبانو د پېښې مسوولیت منلی دی او ویلي يې دي چې برید دوی ملګري محمد موسی ننګرهاري ترسره کړی دی او بشپړ ټانګ يې له شپږو عسکرو سره له منځه وړی دی.

په ورته وخت کې له همدې پېښې وروسته په سیمه کې په راټولو شویو بهرنیو او کورنیو عسکرو چاودنه شوې چې ګڼ شمېر عسکر يې وژلي او ټپیان کړي دي.

سیمه د شپې تر لسو بجو محاصره وه او د امبولانسونه غږونه اورېدل کېدل.

امریکايي ځواکونه وايي چې په پېښه کې د دوی درې تنه ټپي شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تر همدې چاودنې څو ساعته وړاندې مازیګر مهال په سره رود ولسوالي کې د فتح اباد په کلي کې د پولیسو په موټر د سړک د غاړې د ماین چاودنې څلورپولیس مړه اودرې نور ژوبل کړل.

په ننګرهار کې په داسې حال کې بریدونه زور نیسي چې محلي چارواکي يې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو راپورونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x