نړۍ

بايډن: په امريکا کې لا هم جمهوريت کمزوری دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن ويلي، د مشرانو جرګې له لوري د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ بښل د دې ښکارندويي کوي، چې په امريکا کې لا هم جمهوريت کمزوری دی.

د تېرې جنورۍ په شپږمه د ډونلډ ټرمپ پلويانو پر کانګريس یرغل کړی و او د مشرانو جرګې يې د استیضاح پرېکړه کړې وه، خو د ټرمپ د خپل جمهوري پلوه ګوند د اوو استازو سربېره ۵۷ استازو د ټرمپ د استیضاح غوښتنه وکړه، خو دوه پر دې اکثريت يې تر لاسه نه شو کړی او د استیضاح دا هڅه ناکامه شوه.

جو بايډن د همدې پرېکړې پر بنسټ ويلي، چې د ټرمپ بې ګناه بلل د دې ښکارندويي کوي، چې په امريکا کې لا هم جمهوريت کمزوری دی.

ډونلډ ترمپ د د دې پرېکړې هرکلی کړی او د استیضاح هڅې په ناکامۍ يې خوښي ښکاره کړې ده.

ولسمشر بايډن ويلي، د ټرمپ پلويانو له لوري د کانګريس پر ودانۍ برید د لمر په څېر روښانه جرم و، خو دی غواړي، چې د امريکا نظام مخ پر وړاندې لاړ شي.

د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې ۵۷ غړو د ټرمپ پر خلاف رايې وکارولې، خو د ټرمپ مجرم ثابتولو لپاره بايد ۶۷ استازو رايې ورکړې وای.

د ټرمپ زرګونو پلويانو د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو نه منلو په غبرګون د کانګريس پر ودانۍ برید کړی و، چې پر مهال يې د يوه پوليس په شمول اووه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان وو.

د ډيموکراټانو استازو ويلي، د دې ټول جرم تر شا د ټرمپ لاس دی او بايد د مشرانو جرګه يې استیضاح کړي.

د ټرمپ د وکيلانو ټيم پر هغه لګېدلي تورونه رد کړي وو او د نوموړي د استیضاح هڅه يې د مشرانو جرګې ډرامه بللې وه.

جو بايډن ويلي، دا سمه ده، چې ټرمپ له سزا ورکولو وژغورل شو، خو پر هغه لګېدلي تورونه د لمر په څېر روښانه دي او د امريکايي تاريخ يو تريخ باب شو.

د بايډن په وينا له دې ښکاري، چې د امريکا جمهوريت لا هم کمزوری دی او هر څوک بايد د امريکا پرمختګ او نظام غښتلي کولو په موخه خپل مسؤوليت ادا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د خلکو له خوا ، د خلکو به رایو او د خلکو د خدمت د پاره د جمهور ریس او وکیلانو ټاکنی ته جمهوریت وایی. څه نور ټکی لکه د بیان ازادی دکی بشر او ښځو حقوق، ایجړا ګانو حقوق او داسی نور مګر هغه یی هسی رنګ و روغن جوړول دی اصلی جمهوریت هماغه چه به اوله جمله تعریف شوی . دغه د خلکو له خوا راغلی وکیلان قانون جوړوی وکیلان میلونران او بیلونران وی هغوی داسی قاانون جوړوی چه خلک قانونی استثمار او غلامان جوړ کړی ، به دغه دول قانون جوړونه دعدالت مخه نیسی د عدالت نه… نور لوستل »

ملا جانان

د بایډن لپاره جمهوریت د جمهوري پال ګوند د تسلط په معنا دی. نامي سړی دی، خدای دی عقل هم ورکړي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx