افغانستان

طالبانو اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدو له امله خواشیني ښودلې او حکومت يې په «بې غورۍ» تورن کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې له ایران سره په پوله د هرات ولایت اړوند «اسلام کلا» ګمرک کې اورلګېدنه رامنځته شوه او له ګازو، تېلو او نورو موادو ډک ۵۰۰ کانټینرونه یې وسوځول؛ طالبانو یې په اړه ژوره خواشیني ښودلې او حکومت يې تورن کړی، چې فساد ته د لارې جوړولو په موخه په ګمرکاتو کې د سوداګرو مالونه ځنډوي او په دې برخه کې بې تفاوتي کوي.

د طالبانو د اقتصاد کمېسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدو له امله سوداګرو ته پراخ زیانونه اوښتي، چې «سلامي امارت د دغه لوی زیان په اړه له خپلو تجارانو وروڼو او متضرر شوو هېوادوالو سره د زړه له کومې غمرازي او خواخوږي ښيي.له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ تجارانوته نعم البدل ورکړي او هغه زیان ډير ژر ورته جبیره کړي چې د دغې حادثې له امله ور پيښ شو.»

طالبانو د اورلګېدنې پړه پر حکومت اچولې او حکومت یې تورن کړی چې په ګمرکاتو کې د سوداګرو په کارونو کې ځنډ راولي «د اسلامي امارت څيړنو وښوده چې د دغې حادثې د رامنځته کیدو علت د کابل ادارې د چارواکو بې غوري، په ګمرکاتو کي کار په ځنډ خلاصول، د هيواد له تجارانو او علیا ګټو سره نه تعهد او د خلکو په وړاندې له بې تفاوتۍ ‌ډک چلند و چې ډير د تأسف وړ ده.»

طالبانو ددې تر څنګ له سوداګرو سره د مرستې ډاډ ورکړی او په همدې موخه یې  د اقتصادي کمېسیون د مرستو شمېرې اعلان کړې دي.

یاده دې وي، چې وړمه ورځ د هرات ولایت په اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدو له امله تر پنځه سوو زیات کانټینرونه وسوځېدل او میلیونونه ډالر مالي زیان واوښت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx