ادبي لیکني

هغه نۀ وي؟ «لنډه کيسه»

عزیز ودان

درب شو! دروازه خلاصه شوه، یخه هوا کوټې ته رادننه شوه، پۀ ونه ټنډ سړي لاسي رادیو غوږ ته نیولې وه، ناستو هلکانو ته یې وکتل، لۀ یخنۍ یو پر بل سره ننوتي و. ناڅاپه یې دیوال ته سوک ورکړ، وبړید، ټولو لۀ ویرې ټنډ سړي ته وکتل، پۀ څهره کې یې غصې موجونه وهل.
زۀ پۀ فارسي نۀ پوهېدم. اخوا دیخوا مې وکتل، حمید پۀ نظر راغی، حمید سره زما دوهمه ورځ وه، فقط مو دومره معرفت شوی و چې دی د بغلان و او زه د ننګرهار. څنګ ته یې ورغلم پۀ زنګون مې وسکونډه، ترې ومې پوښتل:

ـ څۀ یې وويل؟
حمید سوړ اسیولی وکړ، بیا یې پۀ ټیټ غږ وویل:
ـ واوره به تر دوه ورځو دوام کوي، موږ به تر هغې همدلته یوو، فکر کوم نور پرې غمېدلي یوو، دوی نغواړي چې موږ دې تر ډېره دلته ایسار شو، نور مسافر راروان دي.

کړکۍ ته مې وکتل، د باندې انګړ لۀ ورایه ښکاریده، پۀ واوره سپین پوښل شوی و، بیرته مې حمید ته مخ ورواړوه ومې ویل:
ـ یاره تر درې ورځو به مو زړونه وچوي، دوی هم ظلم کوي، پۀ نه خبره مو تر سوکانو لاندې اچوي وهي مو. تېره شپه همدې پک سري پۀ څپېړه مخ ته ووهلم، اوس مې هم چپ غوږ کار نۀ کوي.

حمید سر ټیټ کړ پۀ غمجن غږ یې وویل:

ـ وروره! دوی د رحم پۀ نوم څۀ نۀ پېژني.

پک سړي دروازه خلاصه کړه د باندې ووت.

حمید ورو وویل:

ـ ښه ده چې ووت څهره یې راباندې بده لږیده، یوه شیبه غلی شو بیا يې پۀ غمجن غږ وویل؛

ـ  د ترۀ زوی به مې چېرته وي؟ اوښتی به وي او کۀ…

پۀ حیرانۍ مې وپوښتل؛

ـ د ترۀ زوی دې درسره ګډ و؟

ـ هو؛ پینځه ورځې وړاندې یې تهران کې بیل کړو، موټرو کې ځای نۀ و، ویل یې تاسې به بله ډله کې راشئ. هغوی لاړل خو  اندېښمن یم!

پۀ حیرانۍ مې وپوښتل:

ـ ولې؟

حمید سوړ اسویلی وکړ، وې ویل:

تیره ورځ لۀ هماغې ډلې څو کسان د یخ لۀ وجهې نادرکه شوي، زۀ اندیښنه لرم هغه  نۀ وي؟

لۀ خلاصې کړکۍ مې د باندې وکتل، د انګړ منځ کې پۀ وچه ونه تور کارغه ناست و. واورې فضا کې نڅا کوله. بیرته مې مخ حمید ته ورواړو ومې ویل:

ـ کور نه دې حال وانۀ خیست؟

ـ نه! لا تر اوسه نه یم غږیدلی، کلي کې اوسو، هلته پایې کار نۀ کوي.

پۀ اوږه مې لاس ورکيښود، ومې ویل:

ـ دا ستا وهم دی، ان شاءالله د ترۀ زوی به دې پخیر اوښتی وي.
***
دوه ورځې وروسته واوره ودریده، د شپې دولس بجې مو حرکت وکړ، یخ  لکه سرې مچۍ داسې رالږیده، د سهار رڼا د ګړنګونوو خولې روښانه کړې وې، د قدمونو ویره لږ ختمه شوې وه، تر ټولو ښۀ دا وه چې اسمان شین و، د غرونو پۀ څوکه لمریزو شغلو وزرې غوړولې وې،

حمید وویل:

ـ خدای مو دې لۀ دې تکالیفو نور خلاص کړي.

د غږیدلو سیک راکې پاتې نۀ و، سپین تف مې لۀ خولې ووت

یو چا چغه کړه؛

ـ هغه وګورئ!

د ګړنګ پۀ برنۍ څنډې د پښو خاپونه ښکارېدل ، واوره شوې وه خو لا پټ نۀ و.

ټولو پۀ حیرانۍ وروکتل،

درې نفره پراته ول، واورې نیم پوښللي و.

ناڅاپه حمید پۀ لړزیدلي غږ وویل:

د بیک پټۍ ماته د ترۀ د زوی ښکاري ، هغه نۀ وي؟

ومې ویل :

ـ دا ستا وهم دی

جدي شو پۀ ورخطا غږ یې وویل

ـ زۀ یې لۀ نږدې ګورم، دا یې وویل، ګړندي ګامونه یې ورواخیستل

یوه شیبه چوپتیا وه، بیا د حمید سو کریغو ټول ګړنګ پۀ سر واخیست، اخ د ترۀ زوی مې دی. د ترۀ د زوی جسد یې لۀ واورو رابهر کړ، غیږ کې یې کلک نیولی و، چغې یې وهلې، داسې چغې چې ټولو کایناتو ورسره ژړل.

پای

عزیز ودان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdulsamad Sabawoon

ددې لپاره غواړم دا پاڼه خوښه کړم، چې ګټور او مهم معلومات ترلاسه کړم.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx