افغانستان

د کندهار علماء او سوداګر: ارغنداب کې عسکر ولسي وګړي وژني او د سپر په توګه يې کاروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ جګړې لا هم روانې دي؛ د کندهار علماوو او ددې ولایت سوداګرو د کندهار د والي په ادرس یو لیک لېږلی او شکایت يې کړی، چې دولتي عسکر په چاپو او بمبارونو کې ولسي وګړي وژني، کورونه چور کوي او له خلکو سره د دښمن په څېر چلندکوي.

پر ټولنیزو رسنیو باندې د کندهار د علماوو او سوداګرو له لاسلیکونو سره یو ځای خپاره شوي لیک کې د کندهار والي ته لیکل شوي، چې له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا په کندهار کې جګړې روانې دي؛ خو دولتي عسکر ملکي وګړي وژني، اسیران کوي يې او د انساني سپر په توګه یې کاروي.

لیک کې وړاندې راغلي، چې د ولتي عسکر که په کومه ساحه کې پوسته جوړوي؛ نو تر لیري ساحې پورې ولسي وګړو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او ډزې ورباندې کوي او کله چې پر کوم کور چاپه وهي، نو شخصي مالونه لوټي او خلک له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي.

دغه لیک چې ګڼو علماوو ورباندې لاسلیکونه کړي او د څه کم څلور سوه تنو له شکایت وروسته د کندهار والي ته لیکل شوی، پکې راغلي چې د جګړې له امله باغونه بې اوبو پاتې دي او د وچکالۍ په دې روان کال کې ښايي باغونه وچ شي.

د کندهار علماوو او سوداګرو ګواښ کړی، که غږ یې وانه ورېدل شي؛ نو تر پلازمېنې او د رسنیو له لارې به یې تر نړۍ ورسوي.

یاده دې وي، چې حکومت که څه هم د کندهار د علماوو او سوداګرو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې په ارغنداب کې د پراخې جګړې خبرونه ورکړل شوي دي او په تېرو دوو میاشتو کې يو ځل یاده ولسوالي په بشپړ ډول سقوط شوې هم ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

ډیر ښه کار کوی همداسی پکار ده له هغه ## سره چی جنګ کوی

ملا جانان

داسي ښکاري لکه وزارت دفاع غواړي دخپل اعلا سرقومندان پر ضد په کابل کي کودتاه وکړي نو خپل اعلا سرقومندان یې په دې قانع کړی دی چي د ولسي وګړو وژل او د دوئ څخه د سپر کار اخیستل ښه کار دی. د امیر امان الله خان په وختو کي هم وزارت دفاع د وزارت عدلیې په مرسته داغسي چاره کړې وه. په شینوارو کي یې د خپلو اجیرو غیر مسئول وسلوالو په لاس مړی وکړ. چي کله شینوارو قاتلین عدلیې وزارت ته په لاس ورکړل. قاتلین په دې سبا سهار بیرته ازاد ګرزیدل. شینوارو چي دا ولیل چي دا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx