افغانستان

زابل کې د نفوذي برید له امله ۱۳ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت مرکز کلات کې د پولیسو پر یوې پوستې د نفوذي برید پایله کې ۱۳ تنه پولیس وژل شوي دي.

دا پېښه تیره شپه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د کلات اړوند «سنګي» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې طالبانو د یو نفوذي پولیس په مرسته د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، په دغه نفوذي برید کې یې ۱۳ تنه پولیس وژلي او ۳ تنه نور یې ژوندي نیولي دي.

د زابل امنیه قومندان حکمت الله کوچی هم دغه پېښه تاییدوي او د نښتې پرمهال د دوو طالبانو د وژلو دعوه هم کوي.

دا په تیرو دوه میاشتو کې څلورم لوی نفوذي برید دی چې دولتي عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

د تیرې مرغومي میاشتې په ۱۴مه نیټه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو یو نفوذي بریدګر د ځانګړو ځواکونو په عملیاتي برید کې ۹ تنه کمانډو عسکر ووژل او په خپله له وسلو او مهماتو سره طالبانو ته ورغی.

له هغه دوه ورځې وروسته(۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل) د غزني ولایت مرکز څلورمې امنیتي حوزې اړوند توحیدآباد سیمه کې یو بل نفوذي پولیس په خپلو برید کې ۷ تنه پولیس ووژل او وروسته طالبانو ته تسلیم شوی ؤ.

او پوره یوه میاشت مخکې(۲۷ مرغومي، ۱۳۹۹ل) د هرات ولایت په غوریانو ولسوالۍ کې د طالبانو په نفوذي برید کې ۱۳ تنه پولیس وژل شوي وو او نفوذي پولیس د پوستې له مهماتو سره یوځای طالبانو ته ورغلی ؤ.

نفوذي بریدونه د طالبانو هغه جنګي تکتیک دی چې له امله یې هرکال ګڼو دولتي عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوړي او ترڅنګ د عسکرو ترمنځ د باور او اعتماد فضاء ته سخته صدمه رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

زابل، هلمند، فراه او کندهار. دغو ولایاتو د طالبانو له ټولو ډیر اغیز شته دی او مونږه ګورو چی هلته طالبان بغیر له تباهی او وژنی نور څه کوی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx