لیکنېنظــر

د بهرنیو پوځیانو د ایستلو صلاحیت دې راتلونکې لنډ مهاله حکومت ته وسپارل شي

دوکتور محمد عثمان تره کی – فرانسه

د دوحې موافقه لیک د ۲۰۲۰ م کال د فروري په ۲۹ مه  لاسلیک شو. د طالب بندیانو په خلاصون کې ځند د دې لامل وګرځید چې بین الافغاني مذاکرات له ټاکلې مودې نه شپږ میاشتې وروسته د ۲۰۲۰ کال د سپتامبر په ۱۲ مه پیل شي. د مذاکراتو د طرزالعمل په اړه اختلاف بین الافغاني مذاکرات درې میاشتې نور هم وځندولې.

پوښتنه رامنځته کیږي چه په بین الافغاني مذاکراتو کې ۹ میاشتې ځند د موافقه لیک په عمومي محتویاتو او په ځانګړې توګه په ټاکلې نېټه د بهرنیو پوځیانو په وتلو کې څه اغیز لرلی شي؟

اړینه ده چې پوښتنې ته له ځواب ویلو نه مخکې یادونه وشي چې: نړیوال حقوق د دولتونو تر منځ اړیکې تنظیموي. د یو باوري تړون اجرايوي ضمانت د یو میکانیزم له مخې چې د تړون په متن کې ځای نیولی، استحکام مومي.

‎پورته قاعدې ته په کتو سره د دوحې هوکړه لیک د نړیوالو حقوقو د پوښښ نه بې برخې پاته کیږي. موافقه لیک ( چې د دولت او غیر دولتي اړخونو تر منځ لاسلیک شوې دي) د بین المللي حقونو تر اجرايي ضمانت لاندې نه راځي. له بله پلوه د باوري نړیوالو تړونونو په څیر د دوحې د موافقه لیک په متن کې د اجرايي ضمانت پروسیجر ندی مطرح شوی. بناً د هغې نه سرغړونه حقوقي مسئولیت نه رامنځته کوي.

د همدې نیمګړتیاو په ګته اخیستنې سره د امریکا نوي حکومت د پوځیانو وتل حالاتو څرنګوالې سره وتړل او اعلان يې وکړ چې د دوحې د موافقه لیک په رعایت، په ټاکلې نیټه خپل پوځ له افغانستان څخه نه وباسي.

واقعیت دا دی چې د بهرنیو ځواکونو پاته کیدل او وتل دواړه موږ ته کړاونه زیږوي:

۱- په افغانستان کې د یوه ګوډاګي او غیر مسئول واکمنۍ په شتون کې چې د بهرنيو ځواکونو تر قوماندې لاندې وي، د بهرنيانو پوځي حضور د اشغال او جګړې د دوام په معنا ده.

۲- که په اوسني ناوړه حالت کې بهرني پوځیان بې له یو پلان نه په غیر مسئولانه ډول له افغانستان څخه ووځي د تېر په څیر د کورنيو جګړو د پیل احتمال، له نظر څخه غورځولی نشو.

‎پدې کې شک نشته چې بهرني پوځیان د جګړې اصلي لامل دي، خو دا وېره شته چې د هغوی د غیر مسئولانه او په بیړه وتلو سره حالت له بد نه بد تر شي او دا د هیچا په ګته ندي.

بناً واقعیتونو ته په کتو سره تر هغه وخته پورې چه د دوحې هوکړه لیک په تطبیق کې پرمختګ ندی شوی د بهرنیو ځواکونو ناقانونه حضور باید وزغمل شي.

د دوحې په هوکړه لیک کې جګړې سولې او ثبات خواته فرعي موضوعات د یو بنسټیز موضوع یعنې یو « لنډ مهاله حکومت » د جوړېدو په محور باندې راڅرخي.
د مثال په توګه که د موافقه لیک روحیي ته پام وساتو په هغه کې د پام وړ موضوعات منجمله  اوربند، راتلونکی لند مهاله حکومت ته ځندول شوی دی.

دمګړي د بهرنیو پوځیانو د وتلو نیټه په یو متنازع فیه موضوع بدل شوې ده. د افغانستان حالت چې په کې سولې ضد اشغال پلوه کړیو د بهرنیانو په ملاتړ برلاس معلومیږي حکم کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیټې ټاکل صلاحیت، لند مهاله حکومت ته وسپارل شي.

دغه اقدام سولې او امنیت تأمین ته پیاوړی ضمانت وربښلی شي.  پدې معنا:

الف – اوس مهال د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه یوازې د وسله وال مقاومت (د یو سیاسي – جنګي تحریک په توګه) له لورې مطرح شوې ده. خو کله چه دغه غوښتنه د یو پراخ بنسټ لند مهاله ملي، مسلکي حکومت له خوا وشي د هغه  ولسي قاعده پیاوړې کیږي.

ب – وسله وال مقاومت په راتلونکې نظام کې د تداخل له لارې د بهرنیانو په وړاندې د فشار دیپلوماتیک او پوځي لاسوند لرلی شي: نن بهرنیان زموږ د کمزوري دریځ په ګته اخیستو سره د خپل نظامي حضور موده پر موږ باندې تپي. خو که سبا د حکومت د ماشین په لرلو سره د قوت په دریځ کې قرار ولرو حالاتو ته په کتو بهرنیانو ته حکم کولي شو چه په دغه نیټه له افغانستان څخه ووځي.

پایله:
د دوحې هوکړه لیک د نورو تړونونو په څیر مختلف موضوعات چه یو بل سره منطقي تړاو لري په بر کې نیسي: القاعده، پر طالبانو لګیدلي بندیزونه، بین الافغاني مذاکرات، جنګي او سیاسي بندیان، اوربند، لنډ مهاله اسلامي حکومت او نهایتاً په نهو میاشتو کې د بهرنیو پوځیانو تدریجي کمول او وتل په یو واحد وثیقه چه په کې موضوعات یو بل بشپړوي ځای نیولی دی. د دوحې هوکړه لیک د تطبیق لویه برخه د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو په محور باندې راڅرخي.

نن سبا چې بین الافغاني مذاکرات بیا پیلیږي باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیټې ټاکلو صلاحیت چې اوسمهال متنازع فیه بڼه غوره کړې لنډ مهاله حکومت ته وسپارل شي.

البته د راتلونکي حکومت په ترکیب کې باید په کافي اندازه دقت وشي چې په کې پیږندل شوې فاسدې څیرې او وطن خرڅونکې کسان ځاي و نه نیسي.

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx