نړۍ

ناتو عسکروته تیل وړونکی ټانکران وسوځول شول

(نن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۱/۲۰) دپاکستان دبلوچستان ایالت په دشت سیمه کی وناټوځواکونوته تیل وړونکی ټانکران دنامالومو وسلوالو له لوري وسوځول شول.

له سیمي څخه عیني شاهدانو خبرورکړی دی چی ټانکران دشت سیمه کی دیوه خوړنځای مخکی ته تم وو، چی دنامالومو موټرسایکل سورو له لوري تربرید لاندی راغلو، ویل کیږي دبرید له امله ټانکران په مکمله توګه ویجاړ شوی دي، او بریدګران دپیښي له ځایه څخه په تیښتی بریالی شوی دي.

امنیتي چارواکي وایی دنامالومو وسلوالو دبرید په ترڅ کی یواځي ټانکران سوځول شوی دي، موټرچلونکو او شااوخواپرتو خلګوته کوم زیان نه ده اوښتي.

نن تکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x