لیکنېنظــر

د ولس غږ او د رسنيو چوپتيا

احمد منصور

امريکا له يرغل سره سم هغه ټولې لارې او مرجعې بندې کړې، چې مونږ نړۍ ته ترې د خپل مظلوميت چيغه رسولی شوی پر ځای يې خپلې درواغجنې رسنۍ د افغانانو د بې لارې کولو، مختلف تهذيبو مروجولو، د افغاني او اسلامي غيرت پړه کولو / وژلو په خاطر جوړې او تاسيس کړې خو په نوم افغانۍ رسنۍ دي تبليغات يې د غرب په نفعه او د افغانانو په زيان دي شل کاله يې دلته حقايق پټ کړي د يو هېواد رسنۍ د اولس غږ منعکس کوي او تر دونياوالو يې رسوي خو زمونږ د هېواد رسنيو تل د اولس د مظلوميت غږ د خف کولو کوښښ کړی يوازې د فحشاء خپرول او د امريکايانو د شتون لپاره يې په اخلاص کوښښ کړی.

هو همدغه رسنۍ دي، چې د اسلام خلاف يې تل سنګر نيولی که يونيم ځاي کې د اولس له لوري غبرګون سره مخ شوي چيغو يې نړۍ نيولې وي دا له رسنيو سره ظلم بولي او د بيان آزادۍ ته نه ژمنتيا د خلکو بولي.

په دې شل کلنه جګړه کې رسنيو تل يو طرفه قضاوت کړی خپل رسنيز رسالت يې په صحيح ډول نه ده اداء کړی په دې نېزدې ورځو کې افغانانو د جوبايډن هغو څرګندونو ته چې د مئ مياشتې روسته به هم سرتيري يې په افغانستان کې وي په ټولنيزو مطبوعاتو کې غبرګونونه ښودلي چې په درې ژبو پښتو انګيسي فارسي تر دې هشټاکو لاندې #افغانستان_پریږدئ #get_out_of_Afghanistan

#افغانستانرارها_نماید

د نړۍ په يو شمېر هېوادو کې مېشتو افغانانو او داخل هېواد کې هېواد والو پرې پراخ نشريات وکړل په امريکايانو او داخليانو د موټر بمونو، خښ کړشوو بمونو ، او د کمينو ويډيوګانو له نشرولو څخه هدف يې امريکا او متحدينو ته ور په زړه کول وه چې دلته پاتې کېدل به ستاسو په زيان وي افغانانو دا ورته ثابته کړه چې مونږ به ستاسو په وړاندې چوپ پاتې نه شو او نه دا جاپان ده چې لسګونه کاله پکې پراته ياست.

دغه کمپاين، چې د اولس له لوري په بېنرونو بدرګه شو او ياد هشټاګونه پرې ليکل شوي ول د افغانانو په دغه کمپاين خواله رسنيو کې آزادو سايټو پرې راپورونه جوړ کړل همدا ډول د ګوتو په شمېر کابل مېشتو سياسيونو له لوري بدرګه شو طالبانو هم د اونۍ تبصرې په خپرولو د افغانانو له ياد غږ/کمپاين ملاتړ وکړ.

خو رسنۍ داسې چوپه خولې وې، چې ګواګې بيخي ټولنيز مطبوعات څاري نه، اقلاُ يې دومره هم ونه ويل، چې افغانان د بهرنيو شتون سره مخالفت ښايي رسنيو په دې چوپتيا سره وښوده، چې دوي له افغان وژنې سره موافق دي.

هو رسنيو په دې عمل سره خپل يو طرفه قضاوت برملا کړ که مخکې ځينو شک درلود چې رسنۍ د پرديو د تبليغاتو د اولسونو په معنوي ډول د وژلو وسلې دي که نه؟ خو اوس ورته ثابته شوه، چې د هېواد آزادۍ ، ارضي تماميت ته ژمنې نه دي او دلته د تل لپاره جګړه غواړي نو څنګه به د افغانانو غږ منعکس کړي.

ځکه دا شل کاله، چې د امريکا په مشرۍ ټولو ځواکونو افغانانو ته ځمکه سره تبۍ او له هوا يې پرې اورونه اورول هغه وخت کې هم همدغه رسنۍ وې چې د امريکا دې جناياتو ته يې د جواز دلايل تراشل د اولس د دفاع په خاطر راپورته شوي رجال يې نورو هېوادو ته منسوبول.

نو څنګه به د افغانانو د امريکا ضد کمپاين بدرګه کړي حال دا چې يادو رسنيو دا شل کاله د امريکا نمک خوړلی او د امريکا له لوري کلنۍ مالي بوديجه ورکول کيږي دا طمعه ترې درلودل چې نمک حرامه به شي او د امريکا ضد څرګندونې به وکړي د افغانانو دا فکر محال ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x