روغتیا

بلومبرګ: له کرونا څخه عادي ژوند ته ګرځېدل به ۷ کاله وخت ونیسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د بلومبرګ خبري اژانس ویلي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپریدو دمخې په څېر ژوند ته ستنېدل به په داسې حالت کې ۷ کاله وخت ونیسي که چیرې د کرونا ضد واکسینو لړۍ په اوسني ډول دوام ومومي.

د یاد خبري اژانس له لوري د کرونا واکسینو چمتو شوي معلوماتو پر اساس، امریکایي کارپوهې انتوني فوچي ویلي، ددې لپاره چې ژوند عادي حالت ته وګرځي په کار ده چې د نړۍ ۷۰ یا ۸۰ سلنه خلک د کرونا واکسین ولګوي.

د بلومبرګ راټول شوي معلومات د واکسین برخه کې د هېوادونو پرمختګ ښيي، خو دوی وایي چې د بېوزله هېوادونو په پرتله په پرمختللي هېوادونو کې واکسین ګړندي پرمختګ کوي.

امریکایۍ کارپوهې انتوني فوچي زیاته کړې، اسرائیل په نړۍ کې د واکسین تر ټولو لویه کچه لري او په دوه میاشتو کې به خپل ۷۵ سلنه نفوس واکسین کړي، په داسې حال کې چې امریکا به په ۲۰۲۲ کال کې ورته سلنې ته ورسیږي.

هغې وویل، که چیرې په نړۍ کې واکسینونه په اوسني سرعت پاتې شي، او د نړۍ پرمختللي هېوادونه د واکسینو په ویشلو کې ګړندي اووسي نو موږ به خپل عادي ژوند ته راستنېدو لپاره ۷ کلونو اړتیا ولرو.

د کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹م کال په دیسمبر میاشت کې خپور شو، په تېرو ۱۴ میاشتو کې د نړۍ هر ډول حالت سخت تغیر کړی، چې عادي حالت ته ګرځېدل به یې کافي اندازه وخت ونیسي.

بل لوري ته ډاکټران وایي، د کرونا ویروس له ختمېدو وروسته به هم تر ډیرو کلونو ددې اثرات شتون ولري، ځکه چې دغه ناروغي انسان په رواني ناروغۍ اخته کولی شي، چې دا یو مزمن حالت ګڼل کیږي.

اوسمهال په نړۍ کې له ۱۰۹ ملیونو زیات کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې ۲.۴ ملیونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۱.۲ ملیونه بیرته روغ شوي دي. ددې ناروغۍ د له منځه تلو لپاره یو شمېر واکسینونه هم چمتو شوي او په ګڼ شمېر هېوادونو کې تطبیقیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx