دیني، سیرت او تاریخ

د پاستر جان سمیت پنځم اعتراض

عبدالغفار جُبير

په اسلام کي وهمیات ډېر دي لکه جنات

سوال: په اسلام کي وهمیات ډېر دي لکه جنات او داسي نور…

ځواب: عبدالغفار جُبیر
ښاغلی پاستر سمیت! داسي اعتراض به ملحدینو کاوه، داچي تاسی یو عیسايي مذهبی مشر یاست او مقدس بایبل مو لوستی دی، ستاسو ددغه سوال ځواب ستاسو په بایبل کي سته، زه نه پوهېږم چي تاسو بایبل نه دی لوستی او که د حضرت عیسی علیه السلام له معجزو څخه انکار کوئ.

وهمیات او چټیات هغه څوک لري چي هغه د ارسطو، افلاطون، اقلیدوس، فیثاغورث او د یونان پر تخیل باندي عقیده ولري، الحمد لله موږ و داسي شرکیاتو او چټیاتو ته اړتیا نلرو، اسلام هر څه روښانه کړیدي ، په اسلام کي وهمیات نسته، په اسلام کي د جناتو عبادت شرک او کفر دی، له جناتو سره تعلق ممنوع دی اوس ستاسو مقدس کتاب بایبل ته راځو.

د (جن) توری د بایبل په عهدنامه قدیم کي یواځي لس ځایه راغلی دی لکه (احبار ۲۰: ۲۷، سموئیل ۲۸: ۷، احبار: ۱۹: ۳۱، استثناء : ۱۸: ۱۱) په ټوله بایبل کي تر شمار وتلي دي،  چي دا خپله پر دې باندي دلالت کوي چي ستاسو د مقدس کتاب بایبل په آند جنات سته او دا هسي یو توهم او تخیل نه دی لکه:
عیسی چي د ګدریانو وطن ته پوري وتئ نو د قبرونو څخه دوه سړي راووتل چي پیریانو نیولي وو او دومري خطرناک وو چي څوک په هغه لاره نسو تېرېدلای….. او پېریانو زارۍ ورته وکړې که ته زموږ شړل غواړې نو موږ د خنزیرانو دغه کنډک ته واستوه…. او څه چي په پیریانو تېر سوي وه هلته یې ټوله قیصه وکړه (انجیل متی اتم باب: ۲۸- ۳۴، انجیل مرقوس باب: ۵: ۱- ۲۰، انجیل لوقا باب: ۸: ۲۶- ۳۹)

په دغو انجیلونو کي د جناتو شړل د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام معجزه وه او تاسي ور څخه انکار کوئ چي دا خپله په عیسائیت کي یو ستر جرم او ګناه ده.

یا لکه:
په هغه نر یا ښځه کي چي جن وي یا جادوګر وي هغه باید ووهل سي،خلک باید هغه سنګسار کړي. (لاویان باب ۲۰: ۲۷)
څوک چي د جناتو یار دی یا جادوګر دی و هغه ته مه ځئ، هغه تاسی نجس کوي. (لاویان باب: ۱۹: ۳۱)

هغه څوک چي د جناتو و یار یا جادوګر ته ولاړ سي چي د هغو په لارښوونه زنا وکړي زه د هغو مخالف یم. (لاویان باب ۲۰: ۶)

ساول خپلو ملازمینو ته وویل چي داسي ښځه پیدا کئ چي جن (پېری) یې یار وي او زه د هغې څخه پوښتنه وکړم، ملازمینو یې ورته وویل چي د عین په نامه یوه ښځه ده چي د هغې یار جن دی …. ده ورته وویل چي ستاد جن په ذریعه زما فال خلاص که . (سموئیل ۱ باب: ۲۸، ۷- ۱۰)

یا جادوګر یا منتری یا د جناتو اشنا یا رمال یا ساحر .. (تثنیه باب: ۱۸: ۱۱)
هغه د هغو جناتو لپاره چي خدای نه وه. (تثنیه باب: ۳۲: ۱۷)
او د جناتو د یارانو او جادوګرانو سره یې اړیکه درلوده. (دوهم سلاطین باب: ۲۱: ۶)
او کله چي تاسو ته وویل سی چي تاسي د جناتو یاران یاست… (یسعیاه باب: ۸: ۱۹)

زه د جادوګرانو او د جناتو د یارانو پلټنه کوم. ( یسعیاه باب: ۱۹: ۳)

ایا دغه ټول ایاتونه د جناتو پر شتون باندي دلالت نه کوي؟ تاسی ولي له دې ټولو څخه منکره یاست؟ تعجب دی، چی نه د توریت ایاتونه درته د منلو وړ دي او نه هم د انجیلونو.

پاته سوه د توهماتو خبره، بایبل د توهماتو څخه ډک یو کتاب دی، زه یې یوه بېلګه وړاندي کوم:

د خدای روح پر ما غلبه وکړه او هغې فرشتې زه بیابان ته بوتلم، هلته ما یوه ښځه ولیده چي په یو قرمزی رنګ ځنګلي ځناور سپره وه د هغه په ټول بدن باندي د (کفر) نومونه لیکلی دي او ۷ سرونه او (۱۰) ښکرونه یې وه، هغې ښځې ارغواني قرمزی رنګ جامې اغوستي وې چي د سرو زرو په کالو، جواهراتو او مرغلرو ډولۍ شوی وو د هغې په لاس کي د سرو زرو پیاله وه چي د بې حیایۍ او د حرامکارۍ د ناپاکۍ څخه ډکه وه. (مکاشفات باب: ۱۷: ۳- ۵)

اوس موږ د پورتني فقرو څخه څه درس اخلو؟ صرف توهمات او تخیل دی، نه حقیقت لري او نه واقعیت لري، همداسي دا توهمات په (حزقی ائیل ۲۱: ۲۱، ۲۶، لاویان ۱۹: ۳۱،  ۲۰: ۶) او داسي نور…

دغه انتقاد چي تاسو یې پر اسلام کوئ په حقیقت کي عیسائیت د توهماتو، تخیل او پوچو فقرو څخه ډک دی، په بایبل کي د پوچو خبرو یوه بېلګه وړاندي کوم:

خراوبهاڼ ئې راوستل هغوی خپلی قباګانی پرواچولی اوعیسی پری سپورشو.(متی ۲۱: ۵)

اوس که یوڅوک ورته وګوری نودابه ورته جوته شی چي څنګه امکان لری چي یوسړی دی پردووحیواناتو باندی سپورشی، داله عقله څخه لیری خبره ده.

(اوپه هغه ورځ خدای دخریلوپه ماشین چي د فرات د سند د هغه خوا څخه ئې په کرا یه راوړی ؤدا سُور د پاچا د سر او پښو ویښتیان ئې وخریل او حتی ږره ئې هم ورکوچنۍ کړه. (یسعیا۷: ۲۰)

اوس تاسی د څه وخت لپاره پکښی فکر وکي، لومړی خدای داسی کمزوری دی  (نعوذبالله)چي د سر تراشۍ ماشین ئې د سیند د بلی غاړی څخه په کرایه راوړ، او بیا یی د پاچا سر او پښې ور وخریلې او ږره ئې هم ور کوچنۍ کړه یعنی که په لنډو کي داسره راټول کړو نو بایبل د خدای څخه سر تراش جوړ کړ(نعوذبالله)اوهغه هم کمزوری چي هرڅه نلری اوپه کرایه یی راوړی په دې ایاتونوکي حضرت عیسی علیه السلام نه ښئ بلکې لوی لایزال واحد او لاشریک خدای جل جلاله ښئ. (نعوذبالله من ذالک)
(دده دخدای دسږموڅخه دودراووتی اودخولې څخه اورچي دډبرو سکاره ورباندی بلیدل (۲ سموئیل ۲۲: ۹)

اوس که ودې ته ځیرشونودخدای پاک څخه ئې څه شی جوړکړیدی، نعوذ باالله من ذالک، څومری پوچه، مالایعنی اوبې هوده خبره ده.

او هغه (شمشون) دخره دزامې تازه هډوکي پیداکي اوپخپل لاس کي ئې واخیستی اوزرکسان ئې په وواهل اوشمشون وویل چي مادخره  دزامی په هډوکي سره ۱۰۰۰ کسان فناه کړل .(قضات، ۱۵: ۱۵)

(له دې وروسته شمجرزوی دعنایت (۶۰۰) فلسطینان ئې دچوکه (هغه لښته چي حیوانات په هی کيږی) ووژل اوده هم اسرائیل خلاص کړل.(قاضیان ۳: ۳۱)

نو اوس به قضاوت کوو چي یو سړی راولاړیږی او د خره د زامی په هډوکي سره زر کسان وهي او ټوله وژني دا څنګه عقل مني؟؟؟
که دا زر کسان یواځې پر ده باندی ناړې تف کړی نو دی به له منځه ولاړ شي خو دا زر کسان و ده ته ولاړ وو او ده ټول په هډوکي ووهل او ده مړه کړل، څومره بې اساسه او پوچه خبره؟؟!!

شمشون ۳۰۰ ګیدړی ونیولې او شمعې يې راوړلی او د دوی لکۍ يې سره وتړلې او د دو لکيو په منځ کي ئې یوه شمعه ورکیښودل او دوی ئې د فلسطینیانو په کښتونو کي خوشې کړې او د فلسطینیانو کښت کروندې باغونه او د زیتون ونې ئې ټوله ور وسوځلې. (قضاة ۱۵: ۴- ۵)

اوس که یو څوک د عقل په سترګو ورته وګوري نو پریکړه به عقل وکړی، چي یو ځل ۳۰۰ ګيدړې پیدا کول او د ټولو لکيانې سره تړل او بیا شمعه پکښی ایښودل دا څنګه امکان لری؟؟

( خرې خبرې وکړی.(اعداد۲۲: ۲۷- ۲۹)

(مرغان پرڅلوروځي.(لاویان ۱۱: ۲۰)

(پړانګ ۷ سرونه اولس ښکرونه لري (مکاشفه ۱۳: ۱- ۳)

( ګندګي (غول) خوري اوبولې څښی. (دوهم پاچایان ۱۸: ۲۷)

(زه ستاپرمخ ګندګي (غول) پاشم.(ملاکي ۲: ۳)

(یوحیوان دمرغه په شان څلوروزرونه اوڅلورسرونه درلودل.( دانیال۷: ۶)

(زه به انګولم کالي به کاږم اولوڅ به یم.(میکا۱:۸)

(مارالوځي.(اشعیا/یسعیاه۳۰: ۶، ۱۴: ۲۹، ۳۴: ۱۵)

(خلک دقبرونونه راوتلل اوبیت المقدس ته ولاړل.(متی ۲۷: ۵۱،۵۲)

خلک د قبرونو څخه راپورته شول او لوڅ روان وو، و بیت المقدس ته دا د تعجب خبره ده چي یواځی متی ولیدل اوهغه ولیکل اوبل هیچا ونه لیدل اونه بل انجیل پکښې خبره کړې ده، حال داچي که چیری داسی کاروشی نوټوله نړۍ ورباندی خبریږی داځکه چي دایوه حیرانونکې خبره ده، په بایبل کي ددې تفصیل نورنشته چي داخلک چي راپورته شول داخالص هډوکي (اسکلیټ) ؤ،غوښې ورباندی پرتې وې، کفنونه ئې په تن وو که یا؟  د بایبل په څلویښتو لیکوا لانوکي یواځی متی ولیدل اوبس،اوبله خبره داده چي دادحضرت عیسی علیه السلام معجزه هم نه ده،اوبیاکله چي یوڅوک له قبره ژوندی شی هغه بیاداغواړی چي وقبرته ولاړشي نه هیڅکله نه.داخلک بیاڅه شول؟ څه ئې وکړل؟ اوچیری ولاړل؟

(داؤدپورته شودئ اودده خلک ولاړل اودفلسطینیانودوه سوه (۲۰۰) سړي ئې وواهل اوداؤدئې پوستکي راوړل اووپاچاته ئې وشمېرل ترڅودپاچازوم شی اوشاول خپله لورمیکل په نکاح ورکړه.. (۱سموئېل ۱۸: ۲۷)

له (۲۰۰) کسانوڅخه پوست کښل اوبیادیوه حیوان دپوستکي په شان هغه راوړل اوبیاشمارل چي دادیوې ښځې مهرشو.

دا خوئې یوڅوبیلګې وې اوهمداسی په زرهاووپوچي، بیهوده اوبې ثمره ویناوي ډیري پکښې شته.

اوس تاسي په آرامو مغزو او نور ددې لیکنې لوستونکي دي قضاوت وکړي، چي ایا اسلام د توهماتو، تخیل او بې معناوو فقرو څخه ډک دی او که عیسائیت!؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx