روغتیا

اسرائیلي چارواکي غزې ښار ته د کرونا واکسین نه پریږدي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د فلسطین روغتیا وزیره «مي الکیله» وایي چې اسرائیلي چارواکو غزې ښار ته د روسي واکسینو «سپوتنیک وي» موټر چې ۲۰۰۰ ډوزه واکسین یې لیږل د داخلېدو مخه نېولې ده.

نوموړې وویل، د اسراییلو نیواکګر چارواکي ددې خپل سري اقدام بشپړ مسئوولیت لري چې د ټولو دودونو، قوانینو او نړیوالو تړونونو سره مخالف دی.

هغې زیاته کړه، «نن د دوشنبې په ورځ د روسیې واکسین دوه زره خوراکونه غزې ته د ننوتلو لپاره لیږدول شوي خو اسرائيلو چارواکو یې د ننوتلو مخه نېولې ده».

د فلسطین روغتیا وزیرې د خبرو په دوام سره وویل چې دغه محدود واکسین د هغو روغتیا کارمندانو لپاره وو چې د کرونا ناروغانو په بیړنۍ څانګو او د جدي پاملرنې په خونو کې کار کوي.

د فلسطین حکومت د روغتیا نړیوال سازمان سره په دې تړاو خبرې کوي تر څو ژر تر ژره دغه واکسین غزې ښار ته ورسوي.

دا په داسې حال کې چې په اسرائیل کې د واکسینو پروسه د نړۍ په کچه تر ټولو چټکه ده او تر ۲ میاشتو به خپل ۷۵ سلنه نفوس واکسین کړي.

په فلسطین کې تر دې دمه د کرونا ویروس ۱۹۰ زره او ۳۱۶ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې ۲۱۳۳ کسان مړه شوي دي. ددې له ډلې یوازې په غزه ښار کې له ۵۳ زرو زیاتې پېښې ثبت شوي او ۵۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx