ادبي لیکني

د لیکدود نښې

مولوي رشيد احمد انقيادي

په تحرير او ليکلي خط کې د ظاهري ښايست او د هغه په فهم کې د آساني راوستلو لپاره يو څو نښې له ډيره وخته استعماليږي البته د وخت په تيريدو سره يې شکلونه لږ لږ بدليږي او د هر وخت علماء او ليکوالان يې په خپلو ليکنو کې مراعت کوي. ددې ګټه دا وي چې يو خو د لوستونکې لپاره په لوستلو کې آساني وي او بل یې په ذهن او دماغ کې خبره په اساني سره کښېني.

بناءً غواړم دلته د ليکدود یو څو نښې درته ترتيب کړم:

(۱)وقف کامل/ختمه يا ډيش
ددې علامت داسي وي (-)دا نښه او علامت هغه وخت استعمالیږي کله چې جمله خلاصه سي. پر دې علامت باندي ډير دريدل پکار وي لکه زید ولاړ دی-
نوټ: دا د اردو وقف کامل دی، په پښتو کې دا نه استعمالیږي، بلکې د کامل وقف لپاره صرف نقطه (.) استعمالیږي.

(۲)وقف خفيف/سکته/کامه
د دې نښه چپه واو (،)ده. دا نښه هلته استعماليږي چېري چې په يوه جمله کې يو رقم توري پر لپسې راسي او يا وړې وړې جملې سره پسي وي. پر دې نښه لږ دريدل پکار وي لکه قلم، رنګ او تختۍ راوړه.

د مجاهد لپاره اخلاص، نيت، عزم، استقامت او د امير اطاعت ضروري وی.
کله چې د دوو لفظونو د‌ يو ځای لوستل کېدلو اندېښنه وي او په دې سره يې معنی هم خرابيږي نو په منځ کې يي دا علامت استعماليږي لکه…….

(۳)د تأثر نښه يا علامت ندائيه يا استعجابيه:

ددې نښه(!) داسي وي
دا نښه په څو ځايونو کې استعماليږي، لکه:
– د انبساط او خوشحالۍ په وخت کې، لکه سبحان الله! څومره ښه ګل غوړیدلی دی.
– د تمنا او ارمان پر وخت، لکه: ارمان! چې اکبر په امتحان کې کاميابه سوی وای.
– د تعجب او حیرانتیا په وخت کې، لکه: ته نو اوس مسلمان يې!
– د افسوس او خوابدتیا په وخت کې لکه های!خو نو ولاړئ
– د تنبيه او بيداره کولو په وخت کې لکه خوږو ملګرو! درنو اورېدونکو!
– د تحسين او شاباس په وخت کې، لکه: ډير ښه ! ماشاءالله
– له حکم ورسته، لکه: چپ! ما ارام ته پريږده.

(۴) د استفهام نښه:
ددې علامت(؟)داسي وي.
دا علامت د سوال او پوښتنې پر وخت استعمالیږي لکه تاسو چېري واست؟
همدا راز د شک د ښکاره کولو پر وخت هم استعماليږي لکه هغه پلاني له بينک څخه اويا زره افغانۍ؟غلا کړې.

(۵)علامت تفصيليه:
ددي علامت (:-) داسي يا (:) داسي وي
دا علامت د اوږد‌ه بيان او تشريح لپاره استعماليږي يعني کله چې يو شی بيان سي او له دې وروسته يې تشريح او وضاحت را روان وي نو هلته بيا د هغه شي نوم، بيا دا علامت او وروسته يې بيا وضاحت وړاندي کېږي، لکه دصحت ښه والی:-
د صحت ښه والی په آخري ‌دریو غوړپونو او آخري دریو ګولو کې دی.

(۶)د حذف نښه:
د دې نښه (…….) داسي وي
دا علامت هلته استعماليږي چېري چې عبارت او توري پټ وي او يا حذف سوي وي لکه زید او…….. ښه خلګ دي.

(۷) مستقیم/سیده خط:
ددې علامت(__)داسي وي
دا هم هلته استعماليږي چېري چې عبارت او توري پټ يا حذف سوي وي لکه زيد‌او_ به تاته راسي.

(۸)قوسين:
ددې علامت () داسي وي او په څلور کونجه شکل کې هم راځي.
دا هلته استعماليږي چېري چې پر يو شي باندي سوال کېږي او يا د‌يو شي وضاحت کېږي لکه زید (الله ج دي وبښي)ښه سړی و.

(۹)واوَين/ دوه واوونه:
ددي علامت ” “داسي وي.
دې ته د اقتباس یا اخیستنې نښه هم ويل کېږي. دا هلته استعماليږي چېري چې د بل چا خبره‌ اخيستل کېږي او مطلب يی دا وي چې له دي نښې وروسته د بل کس خبره ده او د دې علامت څخه مخکې او وروسته د متکلم خپله خبره وي، لکه: لوی ملا صاحب رحمه الله به ويل چې”زه به هيڅ کله تاسو ته‌ داسي تاريخ پرېنږدم ‌چې تاسو پري وشرميږي”

(۱۰)علامت شعر:
ددي علامت داسي (؎) وي چې اول اوږده ليکه او آخري سر يې پټ پر را څرخيدلی وي. دا علامت هلته استعماليږي چېري چې مخته د‌ شعر يا غزل يوه ټوټه ليکل کېږي.

(۱۱)علامت مصرع:
ددي علامت داسي (ع) وي دا هلته استعماليږي چېري چې د شعر يوه مصرع را اخستل کېږي.

(۱۲)خط فاصل:
ددي علامت (/) داسي وي
دا څو ځايه استعماليږي
کله چې دوه توري يو د بل متبادل راځي نو هلته يی په منځ کې دا علامت راځي لکه مسمی/مسماة ، بن/بنت)
هغه عيسوي مياشتې چې په اول سر کې يي الف راځي لکه اپریل، اګست او اکتوبر نو هلته اول تاريخ بيا دا علامت او بيا مياشته ‌او بيا کال ليکل کېږي
لکه ۱۳/اپريل/۲۰۲۱
کله چې د يو مأخذ او يا کتاب حواله ور کول کېږي نو هلته هم د صفحې او د جلد‌ د شمار په منځ کې دا علامت راځي
لکه بدائع الصنائع ۲/۱۶۶

(۱۳)نقطې:
ددي علامت (…)داسي وي
کله چې د‌يو خبري ليکل مناسب ونه بلل شي نو بيا د هغه خبري پر ځای دا‌ نښه استعماليږي او دا لږ تر لږه درې نقطې وي لکه زيد‌ زما څخه هيڅ خبره نه پټوي مګر…

علامات وقف ټول په عبارت د آسان پوهاوي لپاره وي نو لهذا دونه ډير ډير دا علامات استعمالول چې بيخي هغه خط پر انسان و غميږي او اخذ کول مشکل سي مناسب نه دي.

نوټ:دا ټول علامتونه د‌ ليکې سره سم ليکل کېږي البته علامت اقتباس يا واوين د‌ليکې پر سر يعني لږ لوړ ليکل کېږي.

د ليکې په اول سر کې فقط دا لاندي دري علامتونه راتلای سي نور د ليکې په سر کې نسي راتلای.

علامت اقتباس، قوسين او علامت حذف
ډير ليکوالان د قوسينو پر ځای دوه کوچني خطونه(_ _)يا يو ځاي د حذف دوې نښې استعمالوي چې اوس يی زياتره استعمال هم ډير سوی دی. په دي کې دا اول علامت يعني دوه کوچني خطونه هم د‌ليکې په اول سر کې ليکل کېږي، نه بل ځای.

علامت تفصيليه چې کله د‌يو اوږد اقتباس يا فهرست څخه مخکې استعماليږي نو هلته بيا له دوو نقطو وروسته لږ اوږده ليکه هم ليکل کېږي دا رنګه (:-) او کله چې بيا د يو عنوان وروسته يا د يو مثال ور کولو سره استعماليږي نو هلته بيا فقط دا دوه ټکې استعماليږي دا ډول (:)
د‌علامت اقتباس په مابين کې دا نور ټول علامتونه هغسي استعماليږي لکه څنګه چې په دا نور خط کې استعماليږي.

کله چې د‌ جملې خلاصېدل د تأثر یا استفهام پر نښه باندي وي نو بيا هلته د وقف کامل نښان د ليکلو ضرورت نسته.

په قوسينو کې ليکل سوی عبارت په آخر کې د‌ وقف کامل نښان ليکلو ضرورت نسته هلته هغه دوه قوسونه خپله د‌ وقف کامل کار کوي.

سرچينه: تحرير کیسے سیکھئے

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x