ټولنیزه برخه

د یوې ښځې د تقوا کیسه

غلام عمر عبدالله

یوه ښځه امام أحمد رحمه الله ته راغله ویل: ای أبا عبد الله!
زه خیاطه یم د څراغ رڼا ته خیاطي کوم.
زموږ له کور سره د شپې د ګزمې خلک تېرېدل او د خلافت څراغونه ورسره وه، ایا ماته جائزه ده چي د هغوی د څراغو رڼا ته خیاطي وکړم؟

امام احمد رحمه الله وژړل (د ښځي تقوا ته حیران شو) ویل: ته څوک یې؟
ښځي ویل: زه د بشر الحافي خور یم!
امام رحمه الله ورته وویل: ستاسو له کور څخه رښتینې تقوا راوځي د دغو څراغو رڼا ته خیاطي مه کوه.

امام رحمه الله د ښځي تقوا او ډېر دقیق سوال ته وژل
تقوا در ډوله ده؛
– له حرامو ځان ساتل
– له مشتبهاتو ځان ساتل
– ځیني مباح شیان له دې وېري پرېښودل چي څوک په حرامو کي واقع نه کړي.

سبحان الله!
دې خلکو څه ډول ایمان او تقوا لرل؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

سبحان الله والحمد لله و لا اله الا الله و الله اکبر و لا حول و لا قوة الا با الله العلی العظیم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x