دیني، سیرت او تاریخ

د نساء سورې په هکله ښکلي او لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د « نساء » سوره د عثماني مصحف د ترتيب په حساب، يعني په تلاوت کي (۴) سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۹۲) سورت دی، (۱۷۶) آيتونه او (۲۴) رکوعي لري. دا سوره د (ممتحنه) ترسورې وروسته او د (زلزلة) تر سورې دمخه په مدينه کي نازله سوې ده.

د دې سورې د نوموني لامل:
دا سوره د صحابه وو په ويناوو، مصاحفو ، تفسيرونو او د احاديثو په کتابونو کي «سُورَة النِّسَاءِ» بلل سوې ده. ځينو دا «سُورَةَ النِّسَاءِ الْكُبْرَى» او د طلاق سوره« سُورَةَ النِّسَاءِ الصُّغْرَى» بللې ده. څنګه چي په کورني نظام کي ښځي ستره ونډه لري،  نو په دې سوره کي د ښځو په هکله تفصيلي احکام بيان سوي دي. ځکه نو د دې سورې نوم” النساء“ (ښځي) ايښوول سوى دى. د اُحُد تر جګړې وروسته ډېري ښځي کونډي سوې او ډېر کوچنيان يتيمان سول. له دې امله د دې سورې په پيل کي د يتيمانو د حقونو د خونديتوب په اړه لارښووني سوي دي او تر څوارلسم آيت پوري د ميراث احکام په تفصيل سره بيان سوي دي.

د جاهليت په زمانه کي د ښځو سره ډول ډول ظلمونه کېدل. دې سورې دغه ظلمونه يو په يوه ښوولي  او په ټولنه کي يې د هغو د له منځه وړلو په هکله لازمي لارښووني کړي دي. پر دې سربېره په دې سوره کي د نکاح او طلاق په هکله مفصل احکام بيان سوي دي او د مېړه او مېرمني حقوق ټاکل سوي دي، دغه مضمون تر (٣٥) آيت پوري ويل سوى دى.

د دې سورې فضايل:
ددې سورې فضايل د صحيحو احاديثو له مخي په دې ډول دي:

۱. څوک چي د قرآن لومړۍ اووه سورې حفظ کړي، عمل په وکړي او د هغو تلاوت خپل ورد وګرځوي او په معناوو کي يې فکر او تدبر وکړي، نو هغه (په ديني چارو)عالم باله سي. (لکه چي پوهېږو نساء سوره د دغو سورو درېيمه سوره ده). (د امام احمد مسند: 24443 شمېره حديق. دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ ناصر الدين الباني او نورو حسن بللی دی).

۲. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دی: ماته د تورات پر ځای د قرآن لومړنۍ اووه اوږدې سورې راکړه سوي دي. (نساء سوره د دغو سورو درېيمه سوره ده). (شيخ الباني د غه حديث په صحيح الجامع الصغير وزياداته کي په  1059 شمېره صحيح بللی دی).

د دې سورې چورليځی(محور) او بنسټيزه موضوع:
عدل او لورييه (رحمت) – په ځانګړې توګه د بې وسو کسانو سره، کوم چي ښځي هم پکښي راځي –  لومړی صفت دی چي بايد هغه کسان

چي د ځمکي د خلافت دنده او مسؤوليت ورد غاړي دی په ښکلي او پسوللي وي.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

د اسلامي عقيدې او اخلاقي تصور په  ښه  او روښانه توګه ځلېدل او خپرېدل: چي دا د دين، اسلام او ايمان معنا او مفهوم باله سي.

د هغو چلندونو او راکړي ورکړي او معاملو بيانول چي پر دغو لاندي خبرو يې بنسټ ايښوول سوی دی:

– توحيد: کوم چي د ټولو سره او په هغو کي د بې وزلو او بې وسو سره د مطلق عدل د رامنځ ته کېدو او پلي کېدو لامل ګرځي.

– جهاد: کوم چي په ځمکه کي د بې وزلو او بې وسو د  ننګي او دفاع لامل کېږي.

– د مسلمانانو سره مينه او دوستي او د کافرانو سره بغض او دښمني: چي دا اصل د  ظالمانو په وړاندي د عدل کوونکو د بېلېدو او متمايز کېدو لامل کېږي.

د عادلي او لورونکي (د لورونکي او مهربانۍ لرونکي) ټولني د کرښو، ځانګړنو او شخصيت بنسټ ايښوول: چي اسلامي ټولنه باله سي.

د ظالمي او په شر او معصيت کي تر حد تېري سوي ټولني د نخښو، ځانګړنو او شخصيت له منځه وړل: چي هماغه جاهلي ټولنه ده.

په دې اړه د دې سورې فقرات:
لومړی: د انسانانو اصل يو دی، پالونکی څښتن يې يو دي او هغه سبحانه وتعالی د قوانينو کوم چي د اسلامي ټولني لپاره عدل او لورييه (رحمت) رامنځ ته کويد اوډلو او جوړولو د حق څښتن دی: [۱  تر ۴۳ آيته].

دوهم: د اسلامي ټولني په وړاندي له دښمنو ټلوالو (کمپونو) څخه يو هم د اهل کتابو (په تېره د يهودو) ټلواله ده: د هغو د طبيعت او وسايلو بيانول او د هغو له چلونو څخه ځان ساتل: [۴۴  تر ۵۷ آيته].

درېيم: د اسلامي ټولني بله دښمنه ټلواله هم د دوه مخو (منافقانو) ده: د نفاق، منافقانو او د منافقت د طبيعت د بېلو بېلو بڼو بيانول او ځان او ټولنه له منافقت څخه ليري ساتل : [۵۸  تر ۱۲۶ آيته].

څلورم: بيا هم د بې وسو (ښځو او بې وزلو فقيرانو) د ځينو چارو پر سمون او اوارۍ څرګندوني سوي دي : [۱۲۷  تر ۱۳۵ آيته].

پنځم: يوځل بيا هم له منافقت او منافقانو څخه د ګوښه اوسېدلو په اړه څرګندوني سوي دي: [۱۳۶  تر ۱۴۹ آيته].

شپږم: له اهل کتابو څخه هم يوځل بيا د ګوښه اوسېدلو او ور سره د احتياط کولو په اړه څرګندوني سوي دي:

اووم: سوره په هغو خبرو پای ته رسېدلې ده چي په پيل سوې ده: يعني د لوی څښتن شريعت هغه دی چي هم د فرد او هم د ټولني لپاره عدل او لوريينه رامنځ ته کوي: [۱۷۶ آيت].

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x