افغانستان

جلال آباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو برید ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت سیمه ییز چاراکي وايي، په مرکز جلال آباد ښار کې د دوو جلا وسله والو بریدونو له امله د یو ډاکټر په ګډون ۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

لومړۍ پېښه نن د سه شنبې په سهار د جلال آباد ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د پولیسو په یو موټر ډزې وکړې.

په دغه پېښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان دي.

ددې د جلال آباد ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله پر یو موټر ډزې کړي، چې له امله یې د یو ډاکټر او دوو پولیسو په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.

د دغو دواړو بریدونو مسئولیت تردې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی منلی؛ خو په دې وروستیو کې په جلال آباد ښار او شاوخوا سیمو کې هدفي وژنې او وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx