نړۍ

عراق: په توغنديز برید کې يو امريکايي وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په عراق کې امريکايي ځواکونه وايي، چې کردستان سيمه کې پر امريکايي هوايي ډګر توغنديز برید کې لږ تر لږه يو امريکايي قرادادي وژل شوی او د يوه امريکايي پوځي په شمول پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، څلور نور ټپيان هم امريکايان دي.

په تېرو دوو مياشتو کې دا لومړی ځل دی، چې عراق کې امريکايي اډه په نښه کيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې او خبرداری يې ورکړی، چې بریدګرو ته به سخته سزا ورکړي.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي، چې په دې برید کې ګڼ امريکايي قرداديان هم ټپيان شوي دي.

پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اندېښنه ښکاره کړې، چې د دا ډول توغنديزو بریدونو له امله په عراق کې د پراخو بمباريو د پېلېدو امکان شته.

عراقي او لويديځو سرچينو ويلي، د امريکا هوايي اډې ته څېرمه لږ تر لږه درې توغندي لګېدلي او دغلته بهرني عسکر د داعش خلاف په جګړو بوخت دي.

د امريکايي ټلوالې وياند ډګروال وين ماروټو اې ايف پي خبري اژانس ته ويلي، چې وژل شوي کسان عراقيان نه وو، خو د نورو ټپيانو تابعيت له ښکاره کولو يې ډډه کړې ده.

د عراق حکومت د ۲۰۱۷ کال په وروستيو کې خپل هېواد له داعش ډلې پاک اعلان کړ او امريکايي ايتلاف هم په عراق کې د خپلو پوځيانو شمېر له ۳۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راښکته کړ.

د دې بریدونو مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی، خو تر دې وړاندې تېر کال هم په عراق کې پر امريکايي مرکزونو ګڼ توغنديز بریدونه شوي وو او امريکا ويلي و، د دغو بریدونو تر شا د ایران پلوو ملېشو لاس دی.

د عراق ولسمشر برهم صالح په خپل ټويټر پيغام کې دا برید ترهګري بللې او اندېښنه يې ښکاره کړې، چې دې سره به په هېواد کې تاوتريخوالی زيات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx