افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو پیغام: افغانان په خپلو کې تفاهم ته رسېدای شي، بهرنیان دې له تړون سره سم ووځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی دی او تر څنګ یې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر بل هر وخت راټيټ شوی؛ طالبانو د ولس په ادرس لیکل شوي پیغام کې پر بهرنیو هیوادونو غږ کړی، چې له افغانستانه خپل عسکر وباسي او د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس او سیاسي مرستیال «ملا عبدالغني برادر اخند» له لوري په خپاره شوي پیغام کې راغلي، چې خپلواکي او له وېرې او ډار پرته ژوند کول د هر ولس حق دی چې د طالبانو له قوله، دوی د همدې لپاره تېر نوولس کاله مبارزه کړې او په دوحه کې يې له امریکایي لوري سره د «ملګرو ملتونو او د نړۍ د ګڼو هیوادونو د استازو» په حضور کې تړون لاسلیک کړی چې په اساس يې باید ټول بهرني عسکر، د هغوی قراردادیان او اړوند پرسونل افغانستان پرېږدي.

پيغام کې وړاندې راغلي، چې د افغانستان جګړه ډېره اوږده شوې چې د افغانانو تر څنګ یې  امریکا ته هم مالي او ځايي زیان اړولی او حیثیت یې ورسره زیانمن شوی، چې باید وړاندې د «جګړه ییزو ستراتيژيو» په کارولو باندې ونه غځول شي او ټول لوري يې د پای ته رسولو هڅې وکړي.

په پیغام کې طالبانو ټینګار کړی، چې افغانان د اسلامي نظام د قیام او د سولې د تامین په تړاو په خپلو منځونو کې تفاهم ته رسېدای شي؛ نو ځکه د طالبانو له قوله بهرني ځواکونه باید له طالبانو سره شوي تړون ته ژمن پاتې شي او خپل عسکر له افغانستانه وباسي «اوس چې د دوحې پر تړون یو کال تېرېږي، له امریکايي لوري څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له خپلې ژمنې سره سم د دې تړن پوره پلې کیدو ته ژمن پاتې شي. موږ اطمئنان لرو چې افغانان په خپل منځ کې د راتلونکي اسلامي نظام قیام او دایمي سولې او امنیت ته د بین الافغاني تفاهم له لارې رسېدلی شي.»

د طالبانو پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس په دوحه کې د افغان سولې بهیر پیل شوی.

ددې تر څنګ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر هم تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټ کړل شوی؛ خو  امریکا وایي، د ځواکونو د وتلو په ځای پر سیاسي لارو تمرکز کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Wake Up Talib Jan

Looks like dirty plans being made behind the doors. Make sure you do not lose your 20 years achievements

طوطی

د دوحی خبری مو په ټپه درولی او په سفرونو بوخت یی په دا څو میاشتو کی مو څه وکړل چی لدی ورسته به یی وکړی؟ امریکایان دی ووځی چی کابل یو وار بیا په وحشت تبدیل کړو طالبان نور څه غواړی بیغیر له ویجاړی او تباهی نه؟ آیا تاسو په دی ۱۸ کالو کی لیدلی چی کوم مثبت قدم طالبانو یښی وی، کوم سړک یی جوړ کړی وی یا کوم ځی ته یی برق ورسولی وی او یا یی د کوم کلی مکتب یا کلینک آباد کړی وی؟

ترين

تفاهم ته به څنګه ورسیږي تاسو خو د مزاکراتو په ځای په روسیه،قطر او ترکمنستان کې چکري وهئ.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx