ټولنیزه برخه

د يوې واده شوې جوړې په زړه پورې کيسه

ژباړه: فضل باري مشفق

وایي چې يو ځوان په ډېره مينه او خپله خوښه له يوې ښکلې پيغلې سره واده وکړ، کله چې يې ميرمن خپل کور ته راواده کړه نو د يو څه وخت له تېرېدو وروسته يې ميرمن د ابرص (برګي) په ناورغۍ اخته شوه چې له دې سره يې د مخ ښکلا هم ورځ تر بلې له منځه تلله، ښځه خپل دې حالت ته ډېره پرېشانه وه او دا فکر هم ورسره و چې خاوند به يې په داسې حالت کې په لېدلو ځوريږي.

له ورځو نه يوه ورځ يې خاوند له کور څخه د يو سفر په پلمه ووت، خو له لنډې مودې تېرېدو وروسته بېرته خپل کور ته په داسې حال کې راستون شو چې خپلې سترګې يې له لاسه ورکړې وې او ړوند شوی و.

مېرمن يې ورنه وپوښتل چې په سترګو دې څه شوي دي؟

خاوند يې ځواب ورکړ چې سترګو مې يو ناڅاپه نظر له لاسه ورکړ او اوس څه پرې نه وينم.

ښځې يې ددې حالت په ليدو او اورېدو پرېشانه شوه او خپله د پوستکي ناورغي يې هم له پخواني حالت نه زیاته شوې وه، خو بيا هم دواړو خپل ژوند تېراوه او ښځې يې د خپل خاوند خدمت ته خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړه.

څه موده وروسته چې ښځه وفات شوه، خاوند يې ډېر زيات پسې خفه شو او ډېر وخت به يې د هغې له يادونو سره تېراوه.

د ښځې له وفات وروسته يې يوه ورځ خاوند له خپل کور څخه بهر ووت او په لاره باندې بغير له کوم لارښود او پيوازي نيغ او سم روان و.

يو اشنا په مخه ورغی ورته ويې ويل چې ستاسو خو سترګې کار نه کوي او څنګه داسې يوازې روان يې چېرته ونه غورځېږې او يا څه مشکل درته پېښ نه شي؟

دې سړي ورته وويل: زه ړوند نه يم او نه پخوا ړوند وم، خو کله چې زما کورودانه د
ابرص (برګي) په ناورغۍ اخته شوه او هره ورځ يې ښکلا له منځه تلله، له خپلې ناروغۍ سره سره ماته هم ډېره ځورېدله او هغې فکر کاوه چې زما ددې ناروغۍ له امله خپل خاوند ته بده ښکاره نو ما هم هغې ته تسلۍ په خاطر ځان په ړوند حساب کړ، اوس چې هغه نشته نو ځکه مې خپلې سترګې بېرته رڼې کړې او دنيا په سمه توګه وينم.

پيغام: دا کيسه موږ ته دا پيغام راکوي چې د والدینو او کورنۍ د نورو غړو په مخ کې
خپل دردونه بايد پټ شي تر څو ستاسو له اه او فرياد څخه هغوی ونه ځوريږي او ستاسو اه او فرياد د هغوی د پرېشانۍ او انديښنو سبب ونه ګرځي. همدا راز د خاوند له لوري هم دا پيغام لېږدول کيږي چې که څوک ناروغ شول نو هغوی څخه بايد کرکه ونشي او نه هم په ځان بوج وګڼل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx