شعـــــرونه

سړی دې وکاندي تر کومې ګذاره سړیه!/شکن خروټی

شکن خروټی

سړی دې وکاندي تر کومې ګذاره سړیه!
ضمیر پیکه، وجدان پیکه، ایمان پیکه سړیه!

سړی سړی وي، چې سړی له سړیتوبه اوزي
سړی مجبور کړي منافقه زمانه سړیه!

په شته ایمان مې مستحق د دوزخونو ګڼې!؟
پروت دې غبار د تفکر په آیېنه سړیه!

دلته سوچه مسلماني، لکه سوچه کفر دی
حالات دې وژني په دې خپله عقیده سړیه!

که د عمل محاسبه دې له مخلوق سره وای
په زندګي به دې مردوده وای توبه سړیه

زه د خپل قتل په څرګند حقیقت ښه پوهېدم
چې مې د ځمکې خدای ته ونکړه سجده سړیه!

څوک مې له مرګه وروسته هېڅ د مړینې راز نه پوښتي
ايله ټاپې وي، په ټاپو پسې ټاپه سړیه!

سړی خپل خدای ته وفادار وي د منصور په رنګي
سړی خپه کړي پس له مرګه تبصره سړیه!

ددغه ښار د بدګمانه شېخ له ویرې څخه
شکن په زوره زوره وایي کلیمه سړیه!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx