افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو: له اړتیا زیات په افغانستان کې نه پاتېږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ناټو سازمان وایي، افغانستان ته د «ترهګرو» د ځپلو لپاره راغلي وو او تر دې دمه یې همدا هدف تعقیب کړی؛ خو نه غواړي  تر  اړتیا زیات هلته پاتې شي.

د ناټو سازمان عمومي منشي «ینس سټولټنبرګ» چې د یاد سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو  تر ناستې وړاندې يې رسنیو ته خبرې کولې وویل، چې دوی په افغانستان کې د سولې د تامین په موخه د طالبانو او امریکا  تر منځ لاسلیک شوی تړون منلی او هرکلی یې ترې کړی؛ ځکه د یاد تړون په اساس بین الافغاني مذاکرات پیل شول او ناټو باوري ده، چې د افغانستان د کړکېچ حل یوازې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې نغښتی دی.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې افغانستان ته د «ترهګرو» د ځپلو لپاره راغلي او د همدې هدف د تعقیبولو په لړ کې يې دولتي عسکرو ته روزنه هم ورکړي؛ خو نه غواړي چې تر  اړتیا زیات په افغانستان کې پاتې شي «موږ تر اړتیا زیات نه پاتېږو؛ خو په عین حال کې نه غواړو ډېر وختي راووځو، ځکه موږ نه غواړو افغانستان په داسې یو حالت کې پرېږدو چې د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل شي.»

د ناټو سازمان د عمومي منشي له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې  مهال دي، چې طالبانو د امریکایي ولس په ادرس لیکل شوي پیغام کې له بهرنیو ځواکونو غوښتي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او له افغانستانه د پوځیانو په ایستلو سره افغان ولس ته په ډاډه زړه د ژوند تېرولو حق ورکړي.

په یاد پيغام کې  راغلي، چې د دوحې تړون په افغانستان کې د سولې د تامین ښه نسخه ده چې طالبان ورته بشپړه ژمنتیا لري او له نورو لورو یې هم هیله داده چې کړې ژمنې او مسئولیتونه پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

جینس سټونټلبرګ په حلقه بوخت دی. یو ګام مخي ته راځي بیا یو ګام شاته. څوک نسته چي ورته ووایي چي سړیه ټول جرمني دي وشرماوه. یوه خبره وکړه محکمه یې وکړه چي دا دی د نامي زامنو پټو مي در څخه ټک وهی دمی ۲۰۲۱ وروسته مي ګام لا ولاکه د افغانستان پر خاوره کښیښود.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx