افغانستانسولې اړوند خبرونه

حکومت: د بهرنیانو لاسنیوي ته اړتیا لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل):د کابل حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، افغانستان لا هم په خپلو پښو نه دی درېدلی  او د بهرنیانو مرستې  ته  اړتیا  لري.

د ارګ مرستیال ویاند «دوا خان مینه پال» له بي بي سي سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان لا هم په خپل ځان متکي نه دی او د بهرنیانو مرستې ته اړتیا لري؛ ځکه دده له قوله، حکومت او ناټو له یوه «مشترک دښمن» سره مخ دي چې پر وړاندې یې ستراتیژیکه همکاري او مبارزه په کار ده.

ورته مهال ناټو سازمان سبا او بل سبا د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ناسته رابولي، چې په دوران کې به یې په افغانستان او عراق کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه هم خبرې وکړي.

د ناټو سازمان عمومي منشي وایي، افغانستان ته د «ترهګرۍ» د ځپلو لپاره راغلي وو او تر اړتیا زیات به هلته پاتې نشي؛ مګر په عین حال کې تر وخت وړاندې هم نه وځي.

ینس سټولټنبرګ ویره ښودلې، که بهرني پوځیان په بیړه له افغانستانه ووځي، یاد هیواد به یو ځل بیا د بهرنیو «ترهګرو» په ځاله بدل شي او نړیوال امنیت ته به زیان پېښ کړي.

د کابل حکومت دفاع وزارت هم د ناټو غونډې ته په تمه دی او هیله لري، چې یاد سازمان به ورسره مرستې دوامداره وساتي.

د دفاع وزارت ویاند «روح الله احمدزی» وایي، د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې به د کابل حکومت یو لوړپوړی چارواکی هم په انلاین بڼه ګډون ولري.

ورته مهال طالبانو بیا د امریکایي ولس په ادرس په یوه پرانستي لیک کې ټینګار کړی، چې ټول لوري باید د دوحې په تړون عمل وکړي او کړې ژمنې او مسئولیتونه پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

دوا خانه دوا دي سه. خلګو د ماسټري او دکتورا اسناد په لاس کي د یوه ولایت په اداره کي دنده نه ورپیدا کیږي. تا په فیس بوک کي د شرابو سره خپل عکسونه پورته کړل د ولس مشر ویاندویي ته ورسیدلې. د کندهار او زابل د شرابیانو په منځ کي د دوا شفري کلیمه د شرابو لپاره کاریږي. یاران دي خبر وي. بهرنیان نو بیا کله په بیړه او بې مسئولیته ډول د افغانستان څخه وځي. د می ۲۰۲۱ پوري یې وخت ټاکلی دی چي اوس لا پوره څلور میاشتي وخت ورته پاته دی. چي اراده موجوده وي په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx