افغانستان

د پولیسو «ناسم چلند» له کبله ۶۰ زره مسافر په لارو کې بند پاتې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هېواد پر لویو لارو کې د پولیسو او نورو دولتي عسکرو لخوا د غیر قانوني پیسو اخیستلو او ناسم چلند په غبرګون کې د موټر چلوونکو د کاربندیز له کبله د کابل ـ کندهار پر لویه لار له ۶۰ زرو زیات مسافر بند پاتې دي.

درې اونۍ وړاندې د کابل ـ کندهار لویې لارې او ورپسې د کابل ـ شمال لویې لارې باروړونکو موټر چلوونکو د هغه څه په وړاندې چې دوی یې د پولیسو لخوا غیر قانوني پیسې اخیستل او موټر چلوونکو سره «سپک» چلند بولي، کار بندیز پیل کړ، چې ورپسې د کابل ـ پکتیا او کابل ـ ننګرهار لویو لارو د باروړونکو موټرو چلوونکو هم ورسره کاربندیز پیل کړ.

د دوه اونیو په تیرېدو چې کله د باروړونکو موټرو چلوونکو ستونزو ته رسیده ګي ونه شوه، نو پنځه ورځې وړاندې معترضو موټر چلوونکو د کابل ـ کندهار پر لویه لار د مسافر وړونکو موټرونو لارې هم وتړلې، چې له امله یې لسګونه زره مسافر د لارو په اوږدو کې بند پاتې شول.

په کندهار کې د احمدشاه بابا بس ترانسپورټ مرستیال حاجي آغاجان نن د سه شنبې په ورځ امریکا غږ سره ته ویلي، چې له تیرو پنځو ورځو راهیسې ددوی د فعالیت مخه هم د باروړونکو لاریو چلوونکو نیولې ده.

نوموړي په داسې مهال چې د کابل ـ کندهار لویې لارې پر د باروړونکو لاریو چلوونکو د ستونزو د هواري غوښتنه یې کوله وویل چې د مسافر وړونکو بسونو د بندولو له امله ګڼې نورې هم رامنځته شوې دي.

هغه داسې وايي: «د لارۍ چلونکو زمونږ د فعالیت مخه هم نیولې او لویه لاريې تړلې، زموږ د شرکت په ګډون د مسافر وړونکو بسونو له لوري هره ورځ د کابل او کندهار په شمول د هرات او نورو ولایتونو ترمنځ ۱۵ زره مسافر انتقالول چي له تيرو پنځو ورځو راهیسې دا مسافر چې شمېر يې تر ۶۰ زره تنو هم اوړي بند پاته دي.»

د مسافر وړونکو بسونو د فعالیت د مخنیوي له کبله دا مهال د کندهار په ګډون د بسونو په تم ځایونو کې هوټلونه له مسافرو ډک دي او د مسافرو ګڼه ګوڼه هم زیاته شوې ده.

له بل پلوه د بار وړونکو لاارو موټر چلوونکو د اتحاديې مشر حاجي عبدالقادر بیا رسنیو سره خبرو کې څرګنده کړې چې ترڅو یې ستونزې نه وي حل شوې، کاربندیز به روان وي او د اړتیا په صورت کې به د ولسوالیو او ښارونو لارې هم بندې کړي.

نوموړی زیاتوي: «د لویو لارو پر سر پوستې ډير ظلم کوي غیري قانوني پيسې را څخه اخلي او آن د غوښتنو د نه پوره کیدو پر وخت يې زموږ موټر چلونکي را وژلي، دغه راز د ترانسپورت نوي وزیر موږ ته ستونزي جوړي کړي موږ غواړو چې زموږ ټول مالیات او اسناد په ګمرکاتو کې طی مراحل شي او دا په هر ځای کې پاټکونه مو له مخې لري شي.»

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، چې ددې ستونزې د بنسټیز حل لپاره هڅې روان دي.

د کابل ـ کندهار او کندهار ـ هرات لویې لارې چې د هېواد ۱۶ ولایتونه سره نښلوي، د بندیدو له کبله یې هره ورځ ملیونونه ډالره زیات سوداګرو او عامو خلکو ته رسیږي، اوس هم د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx