ورزش

چمپينز ليګ؛ نن شپه برسلونا د پي ايس جي لوبډلې سره مخامخ کيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د اروپا اتلانو ليګ د شپاړسم پړاو فوټبال سيالۍ نن سه شنبه يو وار بيا له اوږد ځنډ وروسته پېليږي چې له مخې يې هسپانوي کلب «برسلونا» لوبډله د فرانسوي کلب «پي ايس جي» لوبډلې سره مخامخ کيږي.

برسلونا لوبډله تېر وار د پاريس سان جرمان لوبډلې سره د ۲۰۱۷م کال چمپينز ليګ په شپاړسم پړاو کې مخ شوې وه چې برسلونا يوه تاريخي او ناممکنه بريا خپله کړې وه.

ددغې لوبې په لومړي پړاو «ليګ» کې پاريس لوبډلې پر برسلونا د ۴ ګولونو وړاندې والی درلود، خو په دوهم پړاو يا ليګ کې وتوانېدل ۶ ګولونه ووهي، او د لوبې په وروستيو شېبو کې پاريس لوبډلې ته ستره ماتې ورکړي. تر دې دمه فوټبال پوهان دا د چمپينز ليګ تر ټولو جالبه سيالي بولي.

له دې سيالۍ وروسته يو وار بيا دواړه لوبډلې په لومړي وار په چمپينز ليګ کې مخامخ کيږي چې ستر انتظار ورته کيږي. پاريس لوبډلې له ۱۹۹۲ وروسته تر دې دمه په ناک اوټ مرحله کې برسلونا ته ماتې نه ده ورکړې.

د پاريس لوبډلې لپاره بد خبر دا دی چې ددوی مهم لوبغاړی نيمار د ژوبلېدو له کبله له يادې سيالۍ بهر دی. دغه راز د برسلونا لوبډلې يو شمېر لوبغاړي هم ټپيان او له لوبې بهر دي.

د برسلونا او پاريس سان جرمان لوبډلو ترمنځ د شپاړسم پړاو لومړۍ سيالي به د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۲:۳۰ بجې د برسلونا کلب په مشهور لوبغالي «کامپ نو» کې پېل ښي.

د يادې سيالۍ سربېره د چمپينز ليګ د ننۍ شپې سياليو کې انګلستانی کلب ليورپول د الماني کلب آر بي ليپزيګ پر وړاندې مخامخ کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx