روغتیا

د روغتیا سازمان افغانستان ته د راغلي «استرازینیکا» واکسینو د کارولو اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان د آکسفورډ پوهنتون له لوري چمتو شوي واکسین «استرازینیکا» د بیړني کارولو اجازه ورکړې تر څو په بېوزله هېوادونو کې د واکسینو پروسه چټکه شي.

د روغتیا ادارې د استرازینیکا واکسینو دوه ډولونو ته د کارولو اجازه ورکړې ده، یو یې هغه چې د سویلي کوریا (ایس کی بایو ساینس) او بل هغه چې د هندوستان (سیرم انستیتیوت آف انډيا) چمتو کړي دي.

د هندوستان له لوري د استرازینیکا چمتو شوي واکسینو ۵۰۰ زره ډوزه شاوخوا لس ورځې وړاندې افغانستان ته هم راغلي چې له دې وروسته به پر روغتیایي کارکوونکو تطبیق شي. دغو واکسینو د روغتیا نړیوال سازمان د تایید اجازه غوښتله.

اوس د روغتیا نړیوال سازمان د یادو واکسینو د کارولو د بیړني استعمال، یعنې د زیات عمر کسانو او روغتیا کارکوونکو ته به ورکول کیږي.

د افغانستان روغتیا وزارت په دې تړاو لا څه نه دي ویلي، مګر شونې ده په راتلونکې نږدې کې ددغه واکسینو کارول پېل شي.

د روغتيا نړيوال سازمان له خوا دغه واکسین ته د اجازې ورکول د هغو هیوادونو له پاره اسانتیاوې رامنځته کوي چي نشي کولای پخپله د واکسین د اجازې ورکولو یا نه ورکولو په باب ژر تصمیم ونیسي.

بل لوري ته ویل کیږي چې یاد واکسین به له ۱۸ کلنۍ پورته کسانو ته ورکول کیږي، په داسې حال کې چې په ځينو هېوادونو کې د روغتیا سازمان د زیات عمر کسان هم ددغې واکسینو له کارولو منع کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx