دیني، سیرت او تاریخ

د جاهلانو له ډلې مه کیږه!

لیکوال: حامد افغان

رسول الله صلی الله عليه وسلم به ډیر زیات کوښښ کاوه چې مشرکین او کفار مسلمانان شي او د هغوی په انکار به زیات خپه کیدی په دې موضوع کې الله جل جلاله هغه ته وایې چې ته دومره خپګان مکوه ستا د نبوت له ښکاره دلایلو سره د هغوی انکار او نه مسلمانیدل هغوی ته اختیار ده او داد الله همداسي خوښه ده په دې ترڅ کې الله جل جلاله هغه ته وایې: فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ. الانعام (35) يعني ته هیڅکله ځان له جاهلانو مه ګرځوه.

د قرانکریم ایتونه که څه هم په خاصو موضوعاتو کې نازل شوي وي خو حکم یې عام ده دلته په یوه ځانګړې موضوع کې رسول الله منعه کړل شوی ده چې ته له ناپوهانو نه مه کیږه خو اوس دا حکم عام ده او هر مسلمان ته په ډیر ټینګار سره خطاب شوی ده چې هیڅکله باید ځان د جاهلانو او ناپوهانو له ډلې ونه ګرځوي.

لکه څنګه چې قران کریم د علم په ترلاسه کولو زیات ټینګار کړی ده داراز یې له جهل نه په ځان ژغورلو هم همدومره زیات ټینګار کړی ده، قرانکریم له جهل نه د ځان ژغورلو دومره زیات ټینګار کړی ده چې خپلو لویو اولو العزم پیغمبرانو ته یې په ډیر ټینګار سره ويلي دي چې د جاهلانو له ډلې مه کیږئ، لکه په دې ایت کې چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته په ډیر ټینګار سره ویل شوي دي.

دا راز د نوح علیه السلام د نجات او د قوم د هلاکت په موضوع کې یې نوح علیه السلام ته الله جل جلاله وایې: إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ. هود (46)، یعني زه نصیحت درته کوم چې ځان د جاهلانو له ډلې مه ګرځوه، دا خبره یې نوح علیه السلام ته ځکه کړې وه چې کله ده خپل قوم ته نه نیم سوه کاله تبلیغ وکړ او په دومره اوږده موده کې د هغوی ګوتشمیر خلک مسلمان شول نو دی له خپل قوم نه ناامیده شو او هغوی ته یې د هلاکت ښيرا وکړه، الله یې ښیرا قبوله کړه او د هغوی د هلاکت پریکړه یې وکړه نو نوح علیه السلام ته الله امر وکړ چې کښتۍ جوړه کړه او هغې ته خپل مومنان ملګري او کوروال وخیږوه.

نوح علیه السلام په خپلو کوروالو کې خپل کافر زوی هم کشتۍ ته پورته کړ الله جل جلاله ورته وویل: چې دابه نه خیږوې ځکه دی کافر او بدعمله دی، الله جل جلاله ته د نوح عليه السلام دا کار نامناسب ښکاره شو او هغه داسي چې یوځای کافرانو ته د هلاکت ښیراکوې او بل لورته کافر زوی د نجات له پاره کشتۍ ته خیږوې نو ځکه یې ورته وویل: إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ. هود (46)، یعني زه نصیحت درته کوم چې ځان د جاهلانو له ډلې مه ګرځوه.

له دې ایتونه دا یو مطلب په ډیره ښکاره او ساده توګه ترلاسه کولی شو چې قرانکریم انسان هڅولی دی چې له جهل او ناپوهي نه لیري واوسي او د جاهلانو له ډلې ځان وژغوري او ضمنا دا خبره راته روښانه کوي چې علم ترلاسه کړئ او له ځانونو عالمان جوړ کړئ، دا مطلب مو د نمونې په توګه له دې دوو ایتونو نه ترلاسه کړ او که په دې اړه په قرانکریم کې نوره پلټنه او څیړنه وکړو پریمانه ایتونه به ترلاسه کړو چې علم ته بلنه ورکوي او له جهل نه انسانان منعه کوي . لکه د ګڼ شمیر ایتونو په پای کې دا جملې: افلا تعلمون، افلا تعقلون، افلا تتفکرون، او داسي نور پریمانه آيتونه او علمي مفاهیم شتون لري چې په هغو کې د انساني نوعي له پاره دا ستر پیغام نغښتی ده: د جاهلانو له ډلې مه کیږه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x