افغانستان

نیوزیلنډ د می میاشتې تر پایه خپل وروستي عسکر له افغانستانه وباسي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق مطابق نیوزیلنډ هیواد اعلان کړی، چې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې  «جسینډا ارډر» ویلي، چې په افغانستان کې تر شل کلن حضور وروسته نیوزیلنډ هیواد پرېکړه کړې چې له افغانستانه خپل وروستي عسکر وباسي او هلته نظامي حضور صفر ته راټيټ کړي.

ارډر ویلي، چې اوس په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی او نور د نیوزیلنډ عسکرو ته هلته د پاتې کېدو اړتیا نه پاتېږي.

د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق مطابق ټول بهرني عسکر باید دروان کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

له ۲۰۰۱ کال را وروسته د نیوزیلنډ ۳۵۰۰ عسکرو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی او اوس یې یوازې شپږ تنه عسکر پاتې دي، چې درې یې د دولتي عسکرو  په روزنه بوخت دي او درې نور يې د ناټو د قاطع ماموریت په قومندانۍ کې وظیفه ترسره کوي.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیره وايي، په تېر شل کلن ماموریت کې لس تنه نیوزیلنډي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي او اوس ددې اړتیا ده چې ټول بیرته هیواد ته را ستانه کړل شي.

د ارډر په خبره، د عسکرو د را ایستلو په پرېکړه کې يې له مهمو متحدینو سره مشورې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx