افغانستان

د ناټو دفاع وزيران نن د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غوڼده کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ناټو دفاع وزيران نن چهارشنبه د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ ناسته کوي او د امريکا دفاع وزير لايډ اسټن به د ولسمشر جو بايډن د حکومت په استازولي په دې ناسته کې ګډون وکړي.

لويديځې رسنۍ وايي، د ناستې مهمه اجنډا به د افغانستان په اړه وي، چې د ناټو ټلوالې عسکر په افغانستان کې پاتې شي که نه.

په دغه انلاين غونډه کې به لايډ اسټن د ناټو غړو هېوادونه له خپلو سيالانو سره د افغانستان امنيتي وضعيت او د عسکرو راتلونکي په اړه بحثونه وکړي.

د امریکا نوی دفاع وزير متقاعد جنرال لايډ اسټن

د امريکا واشنګټن ايګزاماينر ورځپاڼې ليکلي، د امريکا متحدين په دې هيله د ناټو په دې ناسته کې ګډون کوي، چې د راتلونکې تګلارې په اړه د امريکا په دريځ پوه شي، خو داسې ښکاري، چې د امريکا دفاع وزير به سمدستي په دې اړه خپل ځواب ونه لري.

د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر له ديارلس زرو څخه دوه نيم زرو ته راښکته کړی او ټاکل شوې، چې د دوحې تړون له مخې د راتلونکې اپرېل مياشت تر پايه ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.

د ناټو مشران وايي، په افغانستان کې د عسکرو په اړه به د امريکا دفاع وزير سره سلامشورې وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ څو ورځې مخکې ويلي، د افغانستان جګړې ته تر پايه دوام ورکول ستونزمن دي او د مناسب وخت په را رسېدو به د ناټو ټلوالې ټول عسکر له افغانستانه ووځي.

د ناټو سرمنشي په وينا د دې ايتلاف هېڅ غړی هېواد نه غواړي، چې تر ډېره په افغانستان کې خپل عسکر پرېږدي، خو د عسکرو ويستلو لپاره بايد مناسب وخت ته انتظار وشي.

نوموړي پر طالبانو هم غږ کړی، چې د دوحې تړون کې کړې ژمنې عملي کړي او د جګړې شدت کمولو سربېره له ټولو بهرنيو وسله‌والو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي.

خو طالبانو ويلي، دوی په تړون کې ټولو بندونو ته ژمن دي او له امريکا او ناټو يې هم غوښتي، چې د دوحې تړون سره سم خپل ټول عسکر او قراداديان له افغانستانه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx