افغانستان

نيويارک ټايمز: بايدڼ له افغانستانه د پوځيانو ويستلو يا پاتې کولو په اړه له ستونزو سره مخ دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه په خپره کړې مقاله کې ويلي، چې طالبان د يو شمېر ولايتونو مرکزونو ته نږدې شوي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

نيويارک ټايمز ويلي، د بايډن ادارې لپاره افغانستان يوه ستره معضله ده، چې د عسکرو ويستل او پاتې کول يې دواړه سترې ننګونې دي.

د ليکوال په باور که بايډن له تړون سره سم خپل عسکر له افغانستانه وباسي، نو طالبان به پرمختګ وکړي او حکومت به کمزوری شي، خو که د عسکرو د پاتې کولو پرېکړه کوي، دا به د جګړې د زياتېدو لامل شي او طالبان به يو ځل بيا پر بهرنيو ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

ورځپاڼه وايي، په داسې حال کې، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن اداره له طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د تړون په ارزونه بوخته ده، د طالبانو او حکومت د جګړو پر مهال طالبان د پرمختګ په حال کې دي او يو شمېر لويو ښارونو ته هم نږدې شوي دي.

نيويارک ټايمز په ځانګړې توګه د بغلان، کندوز او کندهار ولايتونو يادونه کړې، چې طالبان د دغو ولايتونو مرکزونو ته نږدې شوي دي.

د ورځپاڼې په باور، طالبانو په ژمي کې هم خپل قوت او پرمختګ ته دوام ورکړی او د پسرلي په رارسېدو وضعيت نور هم کړکېچ کېدای شي.

نيويارک ټايمز د کابل حکومت ډيپلوماټيکو او رسنيزو هڅو يادونه هم کړې، چې له امريکا يې د عسکرو پاتې کولو غوښتنه کړې ده.

د ورځپاڼې په باور د کابل حکومت د بايډن له ادارې غوښتي، چې د خپلو پوځيانو ويستلو په اړه د پوځي سلاکارانو او څېړونکو نظريات او وړانديزونه په جدي توګه په نظر کې وساتي.

د بايډن ادارې تر اوسه له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ويستلو په اړه خپله پرېکړه نه ده کړې او ټاکل شوې، چې په لنډو ورځو کې په دې اړه خپله تګلاره اعلان کړي.

نيويارک ټايمز وايي، بايډن د جګړې ټول لابي کوونکي پېژني، هغه به د افغانستان جګړې په اړه د بل چا نظر ونه مني، بلکې هغه په خپله هر څه له نږدې څاري، په دې اړه ډېره تجربه لري او وروستۍ پرېکړه به يې هم د خپل زړه وي، چې خپل ټول عسکر يو دم وباسي، که کرار کرار لږ وباسي او يا يې هم پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تېره ورځ د امريکا ولس ته په پرانستي ليک غوښتنه کړې، چې امريکا بايد د دوحې تړون سره سم خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي او افغانان کولی شي، چې خپلې ستونزې د خپلمنځي خبرو له لارې حل او فصل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

YAW KHWA TA DANG DI
BAL KHWA TA PRANG DI

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx