ورزش

د کیلیان امباپی په مرسته، پاریس لوبډلې برسلونا ته په ۴-۱ سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د اروپا اتلانو لیګ شپاړسم پړاو په لومړي لیګ کې د پاریس سان جرمان لوبډلې برسلونا لوبډلې ته په ۴-۱ سخته ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د برسلونا په کوربه توب په «کامپ نو» لوبغالي کې ترسره شوه، پاریس لوبډلې د فرانسوي تکړه ځوان ۲۲ کلن لوبغاړي کیلیان امباپی په مرسته ۴ ګولونه ووهل او برسلونا ته یې په یاد لوبغالي کې په لومړي وار سخته ماته ورکړه.

د لوبې لومړۍ نیمایي په ۲۶مه دقیقه کې د برسلونا له لوري لیونل میسي په پينالتي شاټ وهلو ګول وکړ، خو په ځواب کې له هغه وروسته کیلیان امباپی د ګولونو هیټریک وواهه.

برسلونا د ګول وهلو له یوه زیات فرصتونه ضایع کړل چې انتواني ګریزمن او عثمان دیمبیلی اسانه ګولونه له لاسه ورکړل، دا ددې لامل شو چې لوبه کې یې په ۴-۱ ماتې ومنله.

دا وار به د برسلونا لپاره په دوهم لیګ کې د تېر په څېر بېرته راګرځېدل ستونزمن وي، چې دوهم لیګ ته به د پاریس لوبډلې سره ټپي شوی نیمار هم یوځای شي او د پاریس په کوربه توب به د سیال لوبډلې پور خلاصول یوه معجزه وغواړي.

برسلونا لوبډلې په ۲۰۱۷م کال کې د پاریس لوبډلې د ۴ ګولونو پور په معجزانه ډول خلاص کړی و خو هغه مهال نیمار، انییستا او لیویس سواریز د یادې لوبډلې برخه وو، چې اوس یې نیمار مخالف او پاتې لوبغاړي د نورو لوبډلو له لوري لوبیږي.

د یادونې وړ ده چې د چمپینز لیګ شپاړسم پړاو دوهمې سیالۍ کې لیورپول لوبډلې د مسلمان لوبغاړو محمد صلاح او سادیو مانی په مرسته خپل سیال لوبډلې آر بي لیپزیګ ته په ۲-۰ ماتې ورکړه.

بل لوري ته به د چمپینز لیګ د شپاړسم پړاو دوهمې ورځې سیالیو کې د یوونتوس لوبډله د پورتو لوبډلې پر وړاندې، او د اشبیلیه لوبډله د بروشیا دورتمند پر وړاندې مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx