افغانستان

ډایکنډي: چاودنې د ټولي د مرستیال په ګډون پنځه عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ډایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ  کې د دولتي عسکرو پر ټانک باندې ترسره شوې چاودنه کې د ټولي د مرستیال قومندان په ګډون پنځه تنه عسکر وژل شوي دي.

د ډایکنډي د ولایتي شورا غړی «غیرت جواهري» وایي، پېښه نن ورځ «چهار شنبه» د کجران ولسوالۍ اړوند «صوف کاریز تنګي» نومي سیمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د دولتي عسکرو یو ټانګ د سړک غاړ ې ماین ته برابر شو.

د جواهري په خبره، په دې چاودنه کې د دولتي عسکرو د ټولي د مرستیال په ګډون څلور تنه عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx