افغانستان

د اسلام کلا ګمرک د پېښې څېړونکي پلاوي پر موټریز کاروان چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدنې د پېښې د څېړلو لپاره ګمارل شوي پلاوي په موټریز کاروان چاودنه شوې چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوې.

ځايي چارواکي وایي، د هرات-اسلام کلا پر لار باندې د پولیسو پر هاموي ټانګ باندې سهارنۍ چاودنه کې دوه تنه پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دغه هاموې ټانګ د هغه موټر ملتیا کوله چې د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدنې له امله د رامنځته شویو زیانونو د څېړلو لپاره سیمې ته پر لارې و.

د رسنیو د راپورونو په اساس، په پېښه کې د څېړونکي پلاوي موټر هم تخریب شوی دی؛ خو چا ته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.

یاده دې وي، چې درې ورځې وړاندې د هرات ولایت په اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنه رامنځته شوه چې له امله يې په یاد ګمرک کې د نفتو، مایع ګاز او نورو خوراکي توکو ولاړ سلګونه کانټینرونه وسوځېدل او سوداګرو ته لسګونه میلیونه ډالر زیان واوښت.

که څه هم تر دې دمه د اورلګېدنې لامل څرګند نه دی؛ خو ویل کېږي، په اسلام کلا ګمرک کې د تلې د خرابوالي په پلمه څو ورځې په پرلپسې ډول کانټینرونه درول شوي وو او سره له دې چې سوداګرو په بیا، بیا ستونزه شریکه کړې وه؛ مګر چارواکو يې په اړه اقدام نه وو کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx