افغانستان

هلمند کې د دولتي عسکرو توپچي او هوايي بریدونو ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو توپچي او هوايي بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا پېښه پرون د سه شنبې په ورځ مازدیګر ۴ بجې د ناوې ولسوالۍ د اڅکزو په «ښاخ» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي عسکرو د طالبانو پرضد هوايي او ځمکني ترسره کول او په ترڅ کې یې د ولسي خلکو کورونه هم تر د هوايي او توپچي بریدونو لاندې راغلل.

د سیمه ییزو سرچینو په حواله په دغو بریدونو کې د ۳ ځوانانو او ۲ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکيان «شهیدان» شوي او د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه نور ټپيان دي.

که څه هم د هلمند سیمه ییز چارواکي ددې پېښې په هکله له څه ویلو ډډه کوي؛ خو د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان بیا ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې په سیمه کې د ملکي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ملکي خلکو په کورونو د دولتي عسکرو «ړندې» بمبارۍ او توپچي بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکيانو د تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

توبه اعوذبالله.
په ويخو هيوادونو كى كه يو سپى يا پشو په ناحق ووژل شي، غت بلوا ورنه جوريژي چى دير شه او معقول كار دي او بايد وشي. خو زمونژ په غريب او بى بازخواست ملك كى گلونو غوندى تنكى ماشومان چى د خپل مظلوم مور او پلار د زره توتى دي، داسى بى رحمى او رذالت سره وژل كيژى لكه چى اصلا انسانان سه چى اصلا كوم ذيروح نه وي. يا منتقم يا قوى يا جبار توكل عليك.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx