نظــر

جمهوریت چا وخوړ او سر پرې څوک ورکوي!؟

نبي الله ارغندیوال

شل کاله وړاندې د امریکا او ناټو په نظامي، سیاسي، مالي…ملاتړ د طالبانو امارتي نظام ړنګ او پر ځای یې جمهوري نظام په دې خاوره حاکم شو. جمهوري نظام کې مشر د خلکو په رایو ټاکل کېږي او بېرته خلکو ته حساب ورکونکی هم وي. جمهوریت کې مساوات، برابري، عدالت او یو د بل منل وي. جمهوریت کې زورواکي، دیکتاتوري…نه وي.

خو په افسوس سره باید ووایم، چې زموږ هېواد کې له لومړي سره د جمهوریت پر ځای بربریت حاکم شو، ټول واک د یوې مشخصې کړۍ او قوم(شمال ټلوالې) په لاس کې ولوېد، شل کاله یې د نړیوالې ټولنې مرستې په یو او بل نوم خپلو جېبونو کې واچولې او هم یې د امریکا او ناټو په مرسته په نورو قومونو په ځانګړي ډول پښتون قوم باندې هغه لوبې او ظلمونه وکړل چې اسلامیت خو پرېږده ان انسانیت پرې تر سوال لاندې راځي.

پښتون قام، چې د دې هېواد تر اویا سلنه زیات نفوس تشکلیوي په حکومت کې شل تر پنځه ویشت سلنه برخه ورکړل شوه. هغه هم هغه پښتانه وو، چې له جمعیت او شورا نظار سره یې خواخوږي لرله. د پوځ د لیکو اکثره(۷۰ سلنه) سرتېري د پښتانه وه/دي، خو مشران یې د جمعیت او شورا نظار پورې اړوند کسان وو/ دي.

د نارسمي شمېرو له مخې یوازې له پنجشېر ولایت څخه له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسان د جنرالۍ تر رتبې رسېدلي، چې حتا په ټوله اروپا کې دومره جنرالان نشته. د شمال ټلوالې کراچیوانان هم په دې جمهوریت کې تر جنرالۍ او وزارته ورسېدل، هر یو یې اوس دوه تابېعته لري، بچیانو یې د نړۍ په بهرینو پوهنتونونو کې زده کړې وکړې.

خو پښتانه یې د ترورېست په نوم په کور، کلي، واده، جنازه، مسجد، مدرسه، مکتب، لارو او کوڅو کې د امریکا او ناټو په مرمیو غلبېل کړل. هغه چا به چې د دې ظلم پر وړاندې غږ اوچت کړ، نو مرګ او زندان به ورته ډالۍ کېده.

هغه لږ شمېر پښتانه چې په حکومت کې پر دندو وو، د خپلو دندو د حفظ لپاره یې غږ نه شو اوچتولی. دې حالت پښتون قام دومره له وځپلو چې پنځوس کاله وروسته به هم په پښو ونه درېږي. پښتون له تعلیمه لرې پاتې شو، ووژل شو، زندانونه پرې ډک شول، له هېواده مهاجر شول، بحرونو کې د ماهیانو خوراک شول او په ټوله کې د ژوند کولو حق ورنه واخیستل شو.

له کلونو وروسته د دې چانس را رسېدلی، ترڅو د تاریخ دا بدمرغه پاڼه واوړي او نور په خپل هېواد کې د آرامه ژوند کولو حق ترلاسه کړو او د دې هیله لرو چې سولې خبرې یو مثبت لوري ته روانې او نور دې ظلم ته د پای ټکی کېښودل شي.

د سولې خبرو سره همهاله د موقت حکومت اوازې دي غني، صالح او ډله یې موقت حکومت سره سخت مخالفت ښه یي او دا یې د یوه سره خط په توګه مطرح کړی دی. خو د شمال ټلوالې اکثره مشران، چې همدا جمهوریت یې شل کاله مکمل وخوړ او ځانونه یې له هر اړخه ټنډ کړل اوس ورته دا جمهوریت بې معنا او د موقت حکومت انګازې خپروي.

که د شمال ټلوالې بګرونډ وکتل شي دوی تل د خپلو شخصي ګټو لپاره له هېڅ لارې سرپه نه ده کړې. دا د دوی عادت دی چې د خپلو ګټو لپاره هر بې شرمه کار ته لاس اچوي. ښې بېلګې یې د روس پر وړاندې د جهاد په وخت کې روسي ځواکونو سره پټ تړونونه وو. امریکې او ناټو سره او دا دی اوس خبرې یې ګوره.

دوی له جمهوریته خپل اهداف لاسته راوړل، هسې د جمهوریت په نوم یې زموږ غني خوشحاله کړی او دی نو چې بیا سټېج ته جګ شي او په چغو شروع وکړي جمهوریت او جمهوریت.

شمال ټلوالې فکر دا دی، چې جمهوریت خو هسې موږ وخوړ/ خورو یې او اوس دا ورته له غوږه تېره شوې، چې دا کار نور امریکا نه غواړي. نو راځه غني جمهوریت ته پرېږده او داسې خبرې ورته کوه، چې دی له ننګه د جمهوریت په نوم کلک شي. که یې وګټو هم زموږ به ګټه وي او که یې بایلوده هم زموږ به ګټه وي. ځکه نو دوی اوس ځانونه د سولې راتګ ته په ظاهره نرم کړي. ترڅو د سولې په حالت کې د طالب له منګولو خلاص وي.

پښتون کې دومره څوک نشته چې ورته ووایي اې! بابا ته کوم جمهوریت یاده وې، هغه جمهوریت چې شل کاله په کې د شورای نظار څو مشخص کسان میلیونران شول، خو ملت د فقر له وجهې خپل اولادونه وپلورل. هغه جمهوریت یاده وې، چې په کې په اویا کلن سپین ګیري جنسي تېری وشو، خو مدعي یې د زندان پر ځای د مارشالۍ په رتبه ونازول شو. هغه جمهوریت یاده وې، چې په کې عفت ناکه افغانې پېغلې په بګرام کې بدنامې شوې. هغه جمهوریت یاده وې، چې په کې د داخلي جنګونو جنګ سالارانو او ټامیانو د وطن ټولې هستۍ لوټ او له هېواده بهر یو وړې او داسې په زرګونو بېلګې… ښه جنابه! ته په کوم جمهوریت داسې کلک ولاړ یې او ګلالي پښتانه ځوانان چې د مجبوریت له امله یې وسله په لاس اخیستې پرې قرباني کوې. نه بابا ته خطا روان یې لږ سوچ نه کار واخله نور موږ د پښتون د وینې بهېدلو نه ستړي یو. موږ سوله غواړو په هر قیمت وي سوله غواړو.

موږ طالب او حکومت دواړو ته وایو، چې نور په ولس زړه وخوږوئ، له خپلو غوښتنو تېر او د ولس غوښتنو ته لبیک ووایئ. دلته په زور هېچا هم نه ده شل کړې دا افغانستان دی، دلته د ښکرورو ښکرونه مات شوي او ټیټې سترګې پاتې شوي دي. نه موقت، نه جمهوریت او نه امارت د حلا لاره ده، بلکې باید یو داسې اسلامي او ټولشموله نظام جوړ شي، چې د هېواد ټول مېشت قومونه په کې ځان وویني.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

په اسلام کی جمهوریت حرام اودکفاروطریقه ده،الله فرمایی:116 وَ إِنْ تُطِعْ أَکْثَرَ مَنْ فِی الأَرْضِ یُضِلُّوکَ عَنْ سَبیلِ اللّهِ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَ إِنْ هُمْ إِلاّ یَخْرُصُونَ اوکه ته چیری خبره ومنی داکثریت له هغونه چه په زمکه کی دی نودوی به ګمراه کی تا دالله له لارینه پیروی نکوی دوی مګر دګمان نه دی دوی صرف خیالی خبری کوی. 117 إِنَّ رَبَّکَ هُوَ أَعْلَمُ مَنْ یَضِلُّ عَنْ سَبیلِهِ وَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدینَ .پارسی ترجم بیشکه ستارب ښه پوه دۍ چه څوک لیری کیږی دهغه دلاری نه اوهغه ښه پوه دۍ پرسمه لارتلونکوباندی 116 ـ و اگر از بیشتر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx