افغانستان

مجاهد: نور هېوادونه هم باید د نوي زیلانډ په څېر خپل عسکر له افغانستانه وباسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): طالبانو د امریکا په مشرۍ د ناټو تړون له نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې، چې د نوي زیلانډ په څیر خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستانه د نوي زیلانډ د ټولو پوځیانو د ایستلو پرېکړې ته په غبرګون کې له دغه ګام څخه د هرکلي ترڅنګ له نورو هغو هېوادونوچې د افغانستان په «نه ګټونکې» جګړه کې یې خپل عسکر ستومانه کړي، د ورته ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نوي زیلانډ لومړۍ وزیرې «جسینډا ارډر» څرګنده کړې، چې افغانستان کې له شل کلن حضور وروسته خپل وروستي عسکر تر راتلونکې مئ میاشتې له افغانستانه وباسي، کوم کار چې د سولې فعالانو په خبره د افغان سولې پروسې سره ډیره مرسته کولای شي.

د نوي زیلانډ د لومړۍ وزیرې څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق مطابق ټول بهرني عسکر باید دروان کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

له ۲۰۰۱ کال را وروسته د نیوزیلنډ ۳۵۰۰ عسکرو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی او اوس یې یوازې شپږ تنه عسکر پاتې دي، چې درې یې د دولتي عسکرو  په روزنه بوخت دي او درې نور يې د ناټو د قاطع ماموریت په قومندانۍ کې وظیفه ترسره کوي.

د نوی زیلانډ لومړۍ وزیره وايي، په تېر شل کلن ماموریت کې لس تنه نیوزیلنډي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي او اوس ددې اړتیا ده چې ټول بیرته هیواد ته را ستانه کړل شي.

طالبان په داسې مهال د امریکا په مشرۍ د ناټو تړون غړو هېوادونو څخه د نوي زیلانډ په څیر د عسکر ایستلو غوښتنه کوي، چې ټاکل شوې ده، نن د چهارشنبې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو سرمشریزه دوه ورځنۍ غونډه د افغانستان په اړه پيل شي.

په دغه انلاين غونډه کې به لايډ اسټن د ناټو غړو هېوادونه له خپلو سيالانو سره د افغانستان امنيتي وضعيت او د عسکرو راتلونکي په اړه بحثونه وکړي.

د امريکا واشنګټن ايګزاماينر ورځپاڼې ليکلي، د امريکا متحدين په دې هيله د ناټو په دې ناسته کې ګډون کوي، چې د راتلونکې تګلارې په اړه د امريکا په دريځ پوه شي، خو داسې ښکاري، چې د امريکا دفاع وزير به سمدستي په دې اړه خپل ځواب ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx