افغانستانسولې اړوند خبرونه

سکاټ مېلر: د جګړې زیاتوالی به د سولې پروسه «ډېره سخته» کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان «سکاټ مېلر» وایي، طالبانو په افغانستان کې د جګړې کچه تر بل هر وخت لوړه ساتلې چې له امله یې ښایي د سولې خبرې او وړاندې تګ ستونزمن شي.

میلر له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې که د جګړې د شدت کچه راټيټه نکړل شي، دا به د سولې پروسه ډېره زیاته سخته کړي او بیا به هیڅ لوری د معاملې کولو ته تیار نشي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچه په بې ساري ډول لوړه شوې، دا به داسې یو حالت رامنځته کړي چې یوې تاریخي نقطې ته چې د افغانستان لپاره اهمیت لري؛ ور تګ ستونزمن کاندي.»

د میلر له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات تر دوهم پړاو رسېدلي او تر څنګ یې د بهرنیو ځواکونو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله ټیټي کچې ته را ټيټ شوی.

طالبان وایي، له دوحې تړون سره سم يې په سترو ښارونو باندې بریدونه نه دي کړي، او ولسوالۍ او ولایتونه یې نه دي سقوط کړي، چې ښيي د جګړې د شدت کچه تر بل هر وخت ټيټه ده.

طالبانو په یوه پرانستي لیک کې پر امریکا غږ کړی، چې د دوحې تړون ته ژمنتیا وښيي او له افغانستانه خپل ټول عسکر د می میاشتې تر پایه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx