افغانستان

ولسي جرګه: کندهار ښایي د طالبانو لاس ته ولوېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې  مهال چې د کندهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو او کابل حکومت د عسکرو تر منځ جګړې روانې دي؛ د ولسي جرګې یو شمېر غړي اندېښمن دي، چې ښايي یاد ولایت د طالبانو لاس ته ولوېږي.

په ولسي جرګه کې د کندهار او هلمند ولایتونو استازي وایي، چې په کندهار کې جګړه د ښار تر څنډو پورې رارسېدلې او دا د ولایت والي، د ملي امنیت رییس او امنیه قوماندان د وضعیت په مهارولو او سمولو کې پاتې راغلي دي.

د وکیلانو په خبره، د دولتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ نشتون، د سیاسیونو ناغیړي او د قومونو تر منځ ستونزې ددې لامل شوې دې چې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خراب شي.

د ولسي جرګې غړی «کریم اتل» وایي، په کندهار کې سیاسي او امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب او پیچلی شوی.

د کندهار یو بل وکیل «ګل احمد کمین» وایي، که حالت همداسې روان وي او د جګړې تله پر اوسني حال وي؛ نو دا شونتیا شته چې کندهار ښار دې د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د ولسي جرګې غړی «نوید احمد سیدي» بیا پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» ته هیلمن دی او له هغه غواړي چې په دې برخه کې رول ولوبوي.

ورته مهال دفاع وزارت بیا د ولسي جرګې د غړو پر خلاف په کندهار کې د پرمختګ ادعا لري او د یاد وزارت ویاند «روح الله احمدزی» وایي، په کندهار پراخې سیمې د طالبانو تر ولکې ایستل شوې دي.

د ولسي جرګې د وکیلانو پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د یاد ولایت سوداګر او دیني علماء وایي دولتي عسکر د کندهار په جګړه کې ولسي وګړي وژني، او کورونه یې لوټي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

A DA SABA STORIA KALLA BA RAKHEZHI TA

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x