افغانستان

له موټر چلوونکو د پیسو اخیستلو په جرم ۱۸۶ پولیس نیول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د باروړونکو موټر چلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو له درې اونیز کاربندیز وروسته کورنیو چارو وزارت له موټر چلوونکو د پیسو اخیستلو په جرم د ۱۸۶ پولیسو د نیولو خبر ورکړی دی.

کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه ۱۸۶ پولیس یې له دندو ګوښه او پېژنتون ته ور پېژندلي چې په لویو لارو کې د باج اخیستلو له امله د دوی په تړاو شکایتونه ترسره شوي وو.

له تیرو درې اونیو راهیسې د ترانسپورټي شرکتونو خاوندانو او موټر چلوونکو خپل فعالیتونه له دې امله درولي وو چې د لویو لارو کې پولیس له هغوی په غیرقانوني ډول پیسې او باج اخلي او د نه ورکولو په صورت کې یې ځوروي او ځینې وخت یې آن وژني هم.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغه وزارت په لویو لارو کې د پولیسو پر کړنو د څار لپاره ګزمې جوړې کړې او په وینا یې، تر دې وروسته به په لویو لارو کې د پولیسو له لوري د باج اخیستلو مخه ونیول شي.
په همدې حال کې د کندهار، زابل، فاریاب، بادغیس، سمنګان او بامیان ولایتونو امنیه قوماندانانو پرون د ترانسپورتي ټولنو له چارواکو او ملي سوداګرو سره وکتل او د لویو لارو پر مسیر یې د باج اخیستنې په تړاو د دوی ستونزې او اندېښنې واورېدې.
د یادو ولایتونو امنیه قوماندانانو د ترانسپورتي ټولنو مسوولینو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، هغه کسان به له خپلو دندو ګوښه کړي چې د لویو لارو پر مسیر له موټروانانو غیرقانوني پیسې اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx