افغانستان

خوست: ضربتي عسکرو يو بې ګناه ملکي وګړی وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په خوست ولايت کې د ضربتي عسکرو له لوري د ملکي وګړو د وژنو په دوام پرون يو ځل بیا دې عسکرو يو تن ملکي بېګناه وګړی وژلی دی.

راپورونه وايي چې د شاهدګل په نامه يو تن ملکي وګړی د خوست په ښار کې ضربتي عسکرو نيولی او له دوه ورځو زنداني کولو ورورسته يې وژلی دی.

شايد ګل چې د پکتيا ولايت وزې ځدراڼ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و په خوست ولايت کې ميشت او ورځنۍ چارې يې غريبکاري او مزدوري وه.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ضربتيانو نوموړی لومړی وهلی او شکنجه کړی دی او په خورا وحشت سره يې وژلی دي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په لويه پکتيا کې د ضربتي عسکرو په نامه د امريکا له لوري روزل شوي ځانګړي عسکر «ضربتيان»د ملکي او مسلکي خلکو په کورونو او کار ځايونو چاپې وهي، خلک نيسي او په خورا وحشت سره يې شهيدانوي.

نږدې لس ورځې وړاندې هم دغو عسکر د خوست مرکز اړوند (کونډايو منځي) کلي کې د قاري نورحسن په نامه يو تن ملکي وګړی چې د کوهيانو کېندلو کار يې کاوه د خپل کار له ساحې څخه وړی او بيا يې وژلی و.

په تېره نږدې يوه مياشت کې شاوخوا ۶۰ تنه ملکي وګړي په خوست ولايت کې ضربتي عسکرو وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x