ټولنیزه برخه

یو ورور ته د بل ورور په برکت رزوي ورکول کیږي!

مفتي فضل هادي سالک

عن انس رضی الله عنه قال: کان اخوان علی عهدرسول الله صلی الله علیه وسلم، وکان احدهما یآتی النبی صلی علیه وسلم والاخر یحترف، فشکا المحترف آخاه للنبی صلی الله علیه وسلم فقال: لعلک ترزق به! (رواه الترمذی باسنادصحیح)

ژباړه: انس رضی الله عنه فرمایي چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې دوه ورورنه وو، یو ورور به یې رسول الله صلی علیه وسلم ته راته( یعنې قران، احادیث او شرعي علوم به یې يادول/ یعنې دې ورور یې د علم دین زده کړه کوله او يوازې دیني کارونه به یې کول)، خو هغه بل ورور به یې کار و کسب کاوه( یعنې دې ورور به دنیوي کارونه کول او کور ته به یې ګټه وټه کوله) ،نو هغه کسبګر ورور یې(هغه چې کاروبار به یې کاوه او پیسې به یې ګټلې) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له هغه ورور نه (هغه چې علم دین یې زده کاوه او دنیوي روزګار یې نه کاوه)، شکایت وکړ،(ددې نه چې هغه بل ورور یې پیسې نه ګټي او کور کې شریکه ونډه لري)

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: چې کیدای شي تاته د هغه په سبب روزي درکول کیږې (يعنې ته چې دومره ډیرې پیسې پیدا کوې او روزګار دې ښه روان دی، دا د هغه بل ورور د دیندارۍ برکت دی او الله تعالی د هغه د دیندارۍ په وجه ستا روزګار کې برکت اچوي).

ددې حدیث نه دا ثابته شوه، چې ګډ کور یا فامیل کې کوم کس دیني علم کړی وي، یا د جومات او مدرسې سره تلازم لري نو ددې اهل علم، اهل دین او اهل الله اشخاصو په ديانت الله تعالی د کور د نورو غړو په کسب او کار کې برکت اچوي او باید ددې اهل علمو او اهل الله اشخاصو شتون کورنیو کې د برکت، خیر او سعادت نیک فال ونیول شي او دوی موجودیت او بې کاري په کور دروند بار تلقي نشي، کنه له کور نه به برکت پورته شي او بیایې یو کار هم ځای نه نیسي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx