ټولنیزه برخه

خوی او عادت

رحمت پټان

د انسان په شخصیت کې د خویونو نظام ډېر مهم دی. که چیرته شهوتونه د خوی یا عادت په بڼه ځواکمن شي، نو انسان د هر ډول مقاومت یا کنټرولي چارې نه بې برخې کېږي.

زه د رازي له دغې نظريې سره ډېر همغږی یم (( کوم خلک چې په پرله پسې او همېشني ډول د خپلو شهوتونو پر خړوبولو بوخت وي، په پای کې داسې کچې ته رسېږي چې هلته دوی هېڅ ډول خوند او لذت نه احساسوي او له دې سره هغه نشي پرېښودای)).

داسې خلک خپل عادت نشي پرېښودای، ځکه دا د دوی د ژوند يوه اړینه برخه ګرځېدلې وي. دا حالت د انسان ځناورتوب ته ورته دی، نو ځکه په احساساتو او شهوتونو کنټرول ډېر اړین دی. حیوان هېڅکله په شهوتونو او احساساتو کنټرول نه لري.
د انسان توپیر د نورو حیواناتو سره په عقل کېږي، که چېرته انسان له عقل څخه کار نه اخلي، د نورو حیواناتو څخه هم وربتر کېږي.

دا رښتیا دی، انسان د حیوان او ملایکو تر منځ دی، که چېرته یې له عقل څخه سمه ګټه واخیسته نو د ملایکو څخه پورته کېږي او که عقل ته یې شاه کړه، نو انسان د نور حیواناتو څخه هم بدې کړنې او عملونه تر سره کوي.

هر څومره چې انسان د عقل څخه کار اخلي او په ځان کنټرول ولري هغومره هغه انسان بریالی کېږي.

هر څومره بد عادتونه او خویونه انسان خپل کړي، ورته خپل ناوړه عادت وروسته بد نه ښکاري. علت یې دا دی، چې دی ورسره عادي شوی وي، له دغې بدې کړنې سره هېڅ ډول ناراحتي یا د وجدان په عذاب اخته نه وي. که چېرته دغه عادت بیا پرېږدي، ډېر به ځورېږي، یو ډول ذهني او اروایي ټکان به خوري.

انسان چې هر ناوړه یا ښه عادت خپلوي، وخت نیسي یعنې هر خوی چې څوک خپلوي دغه کړنه او عمل ډېر ځله تکرارېږي، له هغه څخه وروسته ورو ورو خپلوي. چې یو وخت یې ځان ته پام شي، چې نوی خوی/ عادت یې خپل کړی وي.

ښه به دا وي، چې که هر کړنه یا عمل تر سره کوو، باید ورته ځیر ووسېږو، چې ښه او که بد دی. چېرته چې ښه و، شروع یې کړه، چې وخت له تېرېدو سره دې یو ښه عادت به خپل کړی وي، که بد و، په لومړی سر کې دغه کړنه او عمل پرېږده.

که غواړئ، یو ناوړه عادت پرېږدئ، کولای شئ، یو قوي اراده او زغم د ځان سره وکړې، چې دغه خوی به زه نور پرېږدم، لومړیو کې دغه عمل ورو ورو کم کړه. لږ به دې وځوروي، ځکه چې څه ګټې یو څه به ورکوې، خو چې وخت وځي یو لوی کار به دې کړی وي.

یو وخت، یو پاچا عادت و، چې خپله ږیره باندې به یې سات تیراو. دغه عمل سره دی او ټول وزیران یې په تکلیف وو، څو ځله وزیرانو په ادب او ښه پسته ژبه ورته وویل، چې دغه عمل څخه لاس واخله، پاچا کوشش وکړ، چې دغه ناوړه عادت پرېږدي، خو پرېنښودل شو.

بل ځل یو وزیر ورته وویل: چې پاچا جناب، ته یو کوچنی سړی نه، ته د دې هیواد پاچا یې، ټول خلک ستا عادتونو او عملونو ته ګوري، ته ځان کې غیرت پیدا کړه، تر څو دا ناوړه عادت دې ورک شي.

پاچا چې ځان سره فکر وکړ، چې خبره د غیرت شوه، نو زه څنګه بې غیرته کېدای شم. د پاچا غیرت راوپارېد، بیا پاچا هېڅکله یو چا په ږیره ونه لېده، چې ساتیری/ مستي یې په کړې وي.

کولای شئ، ځان کې غیرت پیدا کړئ، یو ناوړه خوی مو ورک کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx