ورزش

فاف ډوپلیسي له ټيسټ کرکټ څخه استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د سویلي افریقا لوبډلې تکړه لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر فاف ډوپلیسي له ټيسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه.

فاف ډوپلیسي څه موده وړاندې له لوبډلمشرۍ په دې خاطر استعفا کړې وه چې ځوان لوبغاړي د لوبډلمشرۍ په ډګر کې وروزي، نوموړي هغه مهال ویلي وو، «غواړم لوبډلمشري ځوان لوبغاړو ته پریږدم تر څو د کرکټ راتلونکي لوبغاړي د لوبډلمشرۍ وړتیا ولري، خو زه به خپلو مرستو ته دوام ورکوم».

فاف ډوپلیسي د سویلي افریقا یو خاموشه او غوره لوبډلمشر و، هغه د ملي لوبډلې په استازیتوب ۶۹ ټيسټ سیالۍ ترسره کړي، نوموړي د ۱۰ سلیزو سربېره په ۴۰ اوسط سره ۴۱۶۳ منډې جوړې کړې دي.

۳۶ کلن ډوپلیسي په ۳۶ ټيسټ لوبو کې د سویلي افریقا لوبډلې مشري کړې چې ۱۸ بریاوې خپلې کړي او ۱۵ ماتې یې خوړلې دي.

فاف ډوپلیسي چې پر خپل انسټاګرام حساب یې د استعفا اعلان کړی وایي، «زه فخر کوم د سویلي افریقا لوبډلې په استازیتوب مې ۶۹ لوبې وکړې او ددې لوبډلې مشري مې وکړه، خو اوس وخت راغلی چې خپل ځای ځوانانو ته پریږدم او خپل ټوله توجه د راتلونکو دوه شل اوریزو نړیوالو جامونه ته واړوم».

باید وویل شي چې د سویلي افریقا لوبډلې د یو ورځنیو نړیوال جام او شل اوریزو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته څو څو واره لاره موندلې خو لا یې هم کور ته نړیوال جام نه دی راوړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx