نظــر

له شمشاد تلويزيون سره د ذبيح الله مجاهد د مرکې لنډيز

خالد ځدران

نن د چهارشنبې په ورځ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د شمشاد تلويزيون په «تاوده بحثونه» خپرونه کې ميلمه و چې د هیواد په وروستيو حالاتو يې څرګندونې وکړې چې لنډيز يې دلته لوستلی شئ.

امیدونه شته چې په مذاکراتو کې به پرمختګ ولرو، زموږ لخوا پوره هڅې روانې دي، چې ددې مسئلې لپاره د حل لار پیدا کړو.

موږ فرصت له لاسه نه ورکوو مقابل جهت هم باید فرصت له لاسه ورنکړي.

تیر کال د تړون له مخې باید په یوه اونۍ کې بندیان نوشي شوي وای، خو متأسفانه دوی شپږو میاشتو ته یاده فروسه وغزوله او همداشان د طرزالعمل پر سر اختلاف.

زموږ هر ګام ددې لپاره وو چې د دوحې تړون باید عملي شي، خو مقابل جهت متأسلانه وخت ضایع کړ.

د ورستیو کې زموږ سفرونه مهم وو د مذاکرات جریان لپاره.

هېوادونو ته تګ د هغو هېوادونو سره د اړوند موضوعاتو په اړه وو.

د ستانکزي صاحب ځواب د یو رسنۍ د پوښتنې په ځواب کې وو، دا یو حقیقت دی چې د کابل اداره د سولې په وړاندې خنډ ده.

زموږ لیک د امریکا ولس ته مخاطب شوی دی، ځکه چې د دوی زامن او وروڼه په دې جګړه کې وژل کيږي او دوی باید درک کړي چې دا جګړه د دوی په تاوان ده.

‏څوک چې د جګړې خبره کوي موږ سره یې د جګړې امتحان ورکړی، نور باید د جنګ خبرې ونکړي، موږ جنګ نه غواړو، خو که جنګ راباندې تحمیل شي خپله دفاع کوو

د جګړې د خاتمې لپاره باید امریکا تړون ته ژمنه پاتې شي.

‏د بهرنيو ځواکونو وتل حتمي دي، باید ووځي. زموږ امنیت د دوی له حضور سره تړاو نه لري.

افغانان باید نور د جګړې قرباني نشي، د خپل هېواد ستونزو ته باید متوجه شي.

‏د تېر جهاد پرخلاف اوس د مقاومت صف واحد دی.

موږ به د هغو شرائطو په حل کې راځو چې هېواد بشپړ ازاد او اسلامي نظام نافذ شي.

‏که کورنۍ جګړه غوښتونکي بهرنی ملاتړ ونلري، هېواد کې کورنۍ جګړه نه پیلېږي.

هغوی چې د امریکایانو سر کې راغلي او پردۍ نسخې دلته پلې کوي، مونږ ته هیڅ د منلو وړ نه دي او هغوی چې مونږ سره داخلي اختلافات لري، له هغوی سره ستونزې د حل وړ دي.

څوک چې پردی اشغال د ځان په ګټه ونه بولي د هیواد په زیان نه ده.

امریکا شل کاله بې مفهومه جګړه وکړه، مونږ نه خوشبینه یو، نه اندیښنه لرو، که چا په تړون عمل وکړ هرکلی یې کوو ښه ګام یې بولو. که یې نقض کړ، مونږ د هیواد دفاع ته بشپړ تیاری لرو. خو بهرنیان باید حتماً ووځي.

هغوی چې بهرنیان غواړي او دلته را ډیسانټ شوي، افغانان نه دي. افغانان هغوی دي چې د هیواد د استقلال په لټه دي.

افغانان باید دا مسئله په افغاني فکر حل کړي، د بهرنیانو غوښتونکې ډلې دې وپیژني.

موږ د مؤقت حکومت غوښتنه نده کړې یو افغان شموله حکومت غواړو.

څوک چې په امریکا باور لري هغه د افغانانو په زیان دي او د هېواد په ګټه ندي.

موږ به په ګډه سره د مذاکراتو په نتیجه کې اسلامي نظام جوړوو، د کوم هېواد کاپي نه راوړو او داسې هېواد هم نړۍ کې نه وینو چې بشپړ اسلامي نظام دې ولري.

کومه طرحه چې رسنیو کې د اسلامي نظام په اړه نشر کیږي هغه موږ پورې اړه نلري، موږ د ایران یا کوم بل هېواد کاپي دلته نه راوړو، موږ به د خپلو ضرورتونو په بنیاد نظام جوړه وو.

اسلامي نظام د افغانستان د خلکو د روح غوښتنه ده، د اسلامي نظام په راتللو سره د نوي جګړې ویره څوک نه احساسوي.

ددې نظام څخه معاش خواره د کابل ادارې ته اسلامي نظام وایي.

څوک چې د امریکا معاش خواره دي هغه د مناظرې صلاحیت نلري.

په کابل کې د هدفي وژنو تر شا امرالله صالح ولاړ دی.

دا چې د هدفي وژنو په اړه دې ورستیو کې د کابل ادارې د یوه نیول شوي شخص ویدیو نشر کړي، په منطقي لحاظ باندې لاستړلی شخص د کمرې تر مخ سپینې خبرې نشي کولی.

د بهرنیانو حضور جګړه قوي کوي، کله چې دوی لاړ شي جګړه به خپله ضعیفه شي.

د القاعدې شتون اوس وخت کې په افغانستان کې نشته او نه موږ چا ته اجازه ورکوو چې د افغانستان خاوره دې د بل هېواد په خلاف وکاروي.

افغانان پوهیږي چې څوک د امریکا د الوتکو پر مټ را وټوکېدل او د امریکا په معاش څوک جګړه کوي.

موږ ټول هغه افغانان چې د اشغال ګوډاګیان وو په نوي اسلامي نظام کې یې منو، چې دا زموږ غټه قرباني ده، ددې په خاطر چې دا جګړه ختمه شي.

موږ بې له شکه د هغه قدرت او چوکۍ لپاره قرباني ورکوو، چې افغانان یې تر سیوري لاندې په سوله او امن کې ژوند وکړي.

د کابل اداره د سولې پر وړاندې خنډ ده.

موږ تضمین نشو ورکولی چې د بهرانیانو له وتلو پس به جګړه ودریږي، خو اشغال د جګړې د اوږدېدو سبب ګرځي، موږ دلته سوله او یو اسلامي نظام غواړو، که په ریښتوني ډول د سولې نیت ولرو بیا جګړه ختمېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

مجاهد حقیقت وایی محترم مجاهد صاحب واقعاً دافغانانودزهنیتو نماینده دۍ افغانستان ۹۹٪ مسلمانان دی دغه ۱٪کمونسټ اوهندوان دی چه په استثناکی راځی،کفارته دافغانانودرپدری اوامنیت ارزښت نلری کفاروته بیزمیره اووطن فروشه عیاش چه وطن اوملت ددوی په اختیارکی ورکول اهمیت لری چه ددوی حفاظت اوامنیت خوندی کی چه الله موږته ددغسی ظالمانوپه مقابل کی دجهاد اوقربانۍ امرکړۍ دۍ چه زموږ خالق اوپیداکونکۍ دۍ. څوک چه داتشویش لری چه دکفاروتروتلووروسته به په ملک کی بیاپاټکونه اوکورنۍ جګړه وی خطاوتلی دی دترانسپورټ ویاندچه فعلاً یی دملک ټرانسپورټ دوطن فروشانودظلموجام کړۍ دۍ وویل دوه طالبه دیوه زاړه موټرسایکل سره دشیډنډه ترهلمندزموږ حفاظت کوی نودغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx