لیکنېنظــر

د دوحې تړون په اړه د امريکا نامعلوم دريځ او د طالبانو څرګند پيغام؟!

م. احمد طلحه

نږدې يو کال وړاندې د قطر په پلازمينه دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د لسګونو هيوادونو او سازمانونو په حضور کې د افغان بحران د حل په موخه يو هوکړه ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې د روان کال تر نيمايي وړاندې ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه وځي، اشغال به پای ته رسيږي او په بدل کې يې طالبانو دا ژمنه وکړه چې د نوور هيوادونو پر خلاف به د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

که څه هم تراوسه پورې د تړون له مخې ډېر بهرني عسکر له افغانستان څخه وتلي او طالبانو هم په پوره ډول د تړون تطبيق ته ژمنتيا ښودلې، خو امريکا کې د بايډن په مشرۍ نوي حکومت تراوسه پورې ددغه تړون په هکله خپل رسمي دريځ نه دی څرګند کړی، کله ناکله يې ځينې غير رسمي چارواکي داسې څرګندونې کوي، چې د تړون د بشپړ تطبيق په هکله يې اندېښنې راپارولې دي.

همدې اندېښنو ته په کتو د طالبانو سياسي مرستيال او قطر دفتر مشر ملا عبدالغني د امريکايي ولس په نوم يو پرانيستی ليک استولی. په ليک کې د تړون په هکله د طالبانو دريځ څرګند شوی او د تړون پر بشپړ تطبيق ټينګار شوی، په ځانګړې توګه له امريکايي لوري غوښتل شوي، چې د ژمنې سره سم په ټاکلې نېټه خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي او نظامي حضور ته د پای ټکی کيږدي.

ليک کې په خورا صراحت سره امريکايي لوري ته په ډاګه شوې ده، چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او امريکا نشي کولی، چې د ستراتيژيو او جنرالانو په بدلون سره دغه جګړه وګټي، چې ا تېر نولس کلونه يې ژوندی مثال دی، بلکې د افغان بحران د حل تر ټولو غوره او مسؤلانه لار د دوحې تړون بشپړ تطبيق دی.

په ليک کې د غه راز د اسلامي نظام نفاذ د ټول ملت غوښتنه بلل شوې او د نړيوالو د هغې غوښتنې په ځواب کې چې د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته بايد پاملرنه وشي، ډاډ ورکړل شوی، چې طالبان د اسلامي شريعت له مخې ټولو وګړيو ته د حقونو ورکولو ته بشپړه ژمنتيا لري. په پای کې د افغانستان روانه جګړه تپل شوې بلل شوې او له ټولو افغانانو څخه ددې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د رغنده او رښتينو هڅو غوښتنه شوې.

که دغه ليک ته په سړه سينه او له تعصب څخه پرته وکتل شي، ښيي چې د افغان ولس رښتينې استازولي پکې شوې او د افغانانو غوښتنې پکې انځور شوي دي او هيڅ راز داسې خبره پکې نشته چې جګړې ته لمن پکې وهل شوې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx